سروې: ۹۳ سلنه کوکنار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږی

گزارشگر:یک شنبه 15 میزان 1397 - ۱۴ میزان ۱۳۹۷

mandegar-3له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت وایی چې د افغانستان په سلو کې ۹۳کوکنار په هغو سیمو کې کرل کېږی چې د طالبانو په واک کې دی.
له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت د څېړنې لومړنی نتایج ښیی چې په روان شمسی کال کې تر دوه سوه زره هکټاره ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوی دی.
له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت د سروې رئیس نجیب الله احمدی ازادی راډیو ته وویل ناامنی، بېوزلی، کاری فرصتونو نشتوالی، د بدیل معیشیت پروګرامونو ناکامی او په زراعتی سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفینو حضور د کوکنارو د کښت عمده عوامل دی، ښاغلی احمدی وایی، په سلو کې ۹۳ کوکنار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږی.
نوموړی زیاته کړه: «زموږ د لومړنۍ سروې له مخې په روان کال کې تر دوه سوه زره هکټاره ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوی دی، موږ ډاډه یو چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله به د کوکنارو د کښت په کموالی کې ښه فیصدی لرو، په روان کال کې یوازې په هلمند ولایت کې په یو لک هکټاره ځمکو او کندهار ولایت کې تر شلو هکټارو ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوی دی، په روان کال کې موږ داسې بزګر و نه لید چې په خپله خوښه دې د کوکنارو کښت واړوی، دا وضعیت ډېر دلایل لری لکه بېوزلی، لوږه، د داسې بانکونو نشتوالی چې بزګرو ته پورونه ورکړی او تر ټولو عمده دلیل یې دا دی چې په سلو کې ۹۳ کوکنارو په هغو سیمو کې کرل کېږی چې د د دولت د وسله والو مخالفینو په واک کې دی.»
د ښاغلی احمدی په خبره په روان کال کې د افغانستان امنیتی ادارو له نشه یی موادو سره مبارزې ته لومړیتوب نه دی ورکړی او سږکال یې یوازې جګړې ته پام اړولی دی.
له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت او ملګرو ملتونو له نشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ګډ معلومات ښیی چې تېر کال په افغانستان کې په ۳۲۸ زرو هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوی و.
له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت وایی، دوی په پام کې لرل چې سږ کال لږ تر لږه یو فیصد د کوکنارو کښت واړوی،خو دا چې اوس یې یوازې ۴۸۸۵ د کوکنارو کښتونه اړولی، داسې څرګندېږی چې ټاکل شوی هدف ته نه دی رسېدلی.
سیاسی کارپوه محمد اشرف ناصری باور لری چې د افغانستان دولت له نشه یی موادو سره د مبارزې ستراتیژۍ په عملی کولو کې ناکام شوی دی، ځکه دولت و نه شوای کولای چې بزګرانو ته بدیل کښت پیدا کړی او د دې تر څنګ د نشه یی موادو د قاچاقو مخه ونیسی.
نوموړی زیاته کړه: «په دې مسئله کې د نشه یی موادو نړیواله مافیا لاس لری، یو شمېر قاچاق کوونکی له پاکستان څخه راځی، بزګرو ته پیسې ورکوی او هغوی د کوکنارو کښت ته هڅوی چې دا خپله یو عامل دی، بل دا چې موږ بزګرو ته بدیل کښت برابر نه کړای شوای، حال دا چې له نشه یی موادو سره د مبارزې په ستراتېژۍ کې د بزګرو لپاره بدیل کښت ته لومړیتوب ورکړل شوی دی، په حقیقت کې دولت له نشه یی موادو سره د مبارزې ستراتېژۍ په عملی کولو کې ناکام دی.»
له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې روان شمسی کال د کوکنارو د کښت اړولو په برخه کې له دولت سره د بزګرانو همکاری صفر شوې ده.
ښاغلی ناصری وړاندیز کوی چې د کوکنارو د کښت د انګېزې له منځه وړلو لپاره باید دوی ته بدیل کښت ورکړل شی او دغه ډول هڅه وشی چې افغان ځواکونه د نظامی عملیاتو له لارې د نشه یی موادو د قاچاقو لارې بندی کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.