په زړو کارتونو د ټاکنو تر سره کېدل د درغلیو لپاره ښه فرصت برابروی

- ۲۵ جدی ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې تېره ورځ ولسمشر حامد کرز وویل، چې د ټاکنو لپاره د رایه ورکونې نوې نوملیکنه او د کارتونو وېش ځکه نشی کولای چې کافی بودیجه ورته نه لری، د سیاسی ګوندونو او ټاکنو د چارو څېړونکی وایی، چې په زړو کارتونو د ټاکنو تر سره کول به ستونزې لا ډېرې کړی.
د حکومت سیاسی مخالفې ډلې وایی، چې تر اوسه په حکومت کې د رڼو ټاکنو د ترسراوی لپاره سیاسی اراده شتون نه لری.
د ازادو ټاکنو د بنسټ مشر جانداد سپین غر ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو قانونی او مسلکی نهاد دی او دوی ته لازمه ده، چې په دې اړه باید اوس وضاحت ورکړی، چې حکومت د ټاکنو د نوملیکنې د پروسې په اړه همکاری نه کوی، یا ستونزې شته د تطبیق او یا هم تخنیکی ستونزې.
هغه وایی، د نوملیکنې د کېدو او نه کېدو په اړه تر ډېره باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپل نظر څرګند کړی، چې نوملیکنه ولې نه کېږی، کومې ستونزې شتون لری او که نه کېږی، ورته بدیل څه لری او څومره ډاډ ورکولای شی چې کارتونه خو یوه ستونزه ده او که دا پروسه نه کېږی څنګه به دوی دا ستونزه ختموی.
نوموړی زیاته کړه، د کارتونو ستونزه دمګړۍ شتون لری او په کار ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، افغان دولت او نړیواله ټولنه دې ستونزې ته یوه د حل لاره پیدا کړی، هغه که د نویو ټاکنو په اړه وی او که نورې لارې چارې وی.
ښاغلی سپین غر وایی، ښه دا ده چې د ټاکنو د شفافیت لپاره هڅې وشی او کومې هڅې چې په دې اړه کېږی هغه دې جدی ونیول شی.
د فیفا اجرایوی مشر وویل، تېر کارتونه یوه عمده ستونزه ده، یو دا چې له تعداد نه ډېر توزیع شوی، د خلکو په غیاب کې توزیع شوی او بله دا چې جعلی کارتونه هم شتون لری.
هغه وایی، اوس مهمه دا ده چې د دغو ستونزو د مخنیوی لپاره څه کېږی او که نه کېږی نو طبیعی ده چې د هغو کسانو لپاره چې غواړی په ټاکنو کې درغلی وکړی هغه که په دولت کې وی، په اپوزیسیون کې وی، ټولنو کې وی او یاهم خپلواکه وګړی وی، یو ښه فرصت دی چې په ټاکنو کې به درغلی وکړی او له یو ځل نه به ډېره رایه ورکړی.
ښاغلی جاندان سپین غر وایی، که چېرې دا ستونزه حل نشی نو  د کارتونو او درغلیو ستونزه به د کارتونو په وجه پر خپل ځای پاتې وی.
هغه زیاتوی، هیله من دی چې دې ستونزې ته د حل لارې ولټول شی او دا ستونزې کمې شی او که حل نشی طبیعی ده هماغه ډول به چې په تېرو ټاکنو کې د کارتونو ستونزه وه په راتلونکیو ټاکنو کې هم پر خپل ځای پاتې وی.
د ده په خبره، به تېرو پنځو کلونو ډېر کسان ښایی د ۱۸ کلنۍ عمر پوره کړی وی او په کار ده چې هغوی ته د رایه ورکونې حق ورکړل شی او له خپل دې حق نه محروم نشی، یا همدارنګه هغه کسان چې د رایه ورکونې محلونه یې بدل کړی له یو ولایت نه بل ولایت ته ورغلی هغوی ته هم باید یو تدبیر وسنجول شی ځکه د ولایتی شورا ټاکنې هم کېږی.
هغه وایی، اوس دا ټولې ستونزې په کمېسیون پورې اړوند کېږی چې باید وضاحت ورکړی، رښتیا هم بودیجه نشته، د تطبیق ستونزې دی او که دا ستونزې وی نو بله کومه لاره شته چې دې ستونزې ته د حل لاره ولټوی، څو خلک، مدنی ټولنې او سیاسی ګوندونه ډاډه شی.
خو د ملی اېتلاف او ولسی جرګې غړی قربانعلی عرفانی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې نه یوازې امریکا بلکې که افغان حکومت هم وغواړی کولای شی چې د برېښنایی کارتونو د ورکړې امکانات برابر کړی هغه وویل، دوی چې کنفرانسونه نیسی، غونډې کوی او غیر قانونی لویې جرګې را بلی په دې کې ډېرې پیسې مصرف کېږی؛ خو فکر کوی چې د دې خبرې تر شا نور څه پراته دی.
نوموړی وایی، له دې وړاندې په همدې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون داسې څه وویل، چې لومړی الف کارتونه ول، چې باید برېښنایی و اوسی، ورپسې ب کارتونه ول چې هلته یې هم دوه شیان مطرح کړل چې دواړه یې درغلیو ته زمینه برابروی.
د ښاغلی عرفانی په وینا، لومړی دا چې هر څوک پخوانی کارتونه راوړی ورته نوی کوی یې او تر شا یې زاړه ورته استنجاقوی او عکس به پخوانی وی، بله دا چې هر څوک د ښځو لپاره یوازې نومونه راوړی دوی به ورته بې له عکسه کارت ورکوی.
ده زیاته کړه، د ولسمشر دا څرګندونې چې نړیواله ټولنه د رایه ورکونې د کارتونو لګښت نه ورکوی، د تېښتې یوه هڅه ده او غواړی د هغه څه زمینه برابره کړی چې دی او ټیم یې د تراسروی غوښتونکی دی.
هغه وویل، په کار ده چې دوه کارونه تر سره شی لومړی دا چې برېښنایی کارتونه ورکړل شی او که نه ورکول کېږی او د دې امکان نه وی، چې په یوه کال کې دې ۱۴ میلونه کسانو ته برېښنایی کارتونه ورکړل شی؛ نو حد اقل باید نوملیکنه خو وشی، څو د درغلیو مخه ونیول شی او د هېواد نفوس معلوم شی.
همدارنګه د ملی جبهې ویاند سردارمحمد رحیمی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د رایه ورکونې د کارتونو لپاره له مالی ستونزو نه مهمه دا ده چې تر اوسه د دې کار لپاره سیاسی اراده شتون نه لری.
هغه وایی، نړیوالې ټولنې چې کومه ناسته له سیاسی ګوندونو او د همکارۍ له شورا سره کړې ده په هغې کې یې له ټاکنو نه خپل ملاتړ ښودلی او د همکاریو ژمنه یې کړې وه.
ده وویل، دا چې حکومت غواړی په زړو کارتونو ټاکنې تر سره شی دا د دې ښودنه کوی، چې غواړی یو ځل بیا درغلۍ او تقلب وکړی.
ښاغلی رحیمی وایی، دمګړۍ د ټاکنو لپاره یو کال پاتې دی چې د رایه ورکونې د کارتونو د وېش لپاره کافی وخت دی، خو دا چې برېښنایی کارتونه کولای شی په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسی حکومت ته دې لېوال نه دی او سیاسی اراده ورته نه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.