سولې شورا: د سولې خبرو عملی کولو لپاره جدی هڅې روانې دی

گزارشگر:یک شنبه 22 میزان 1397 - ۲۱ میزان ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، د سولې خبرو د عملی پیل لپاره جدی هڅې روانې دی.
د یادې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد ازادی راډیو ته وویل، د امریکا له لوری د دغې چارې د پر مخ بېولو لپاره د زلمی خلیلزاد ټاکل او بیا د نوموړی لخوا د سیمې هېوادونو ته سفرونه، دا په ډاګه کوی چې د سولې عملی خبرو ته لاره پرانېستونکی ده.
نوموړی زیاته کړه: «دا ځل د سولې بهیر ته جدی هڅې کېږی او د امریکا هڅې هم جدی ښکاری، له دې جدیت نه دا معلومېږی چې حتماً څه نتیجه به ولری او له همدې کبله موږ دغو سفرونو ته هیله من یو چې دا به د سولې خبرو ته یوه لاره پرانیزی.»
ښاغلی دین محمد له ځینو طالب استازو سره د افغان او امریکایی چارواکو لیده کاته کومه نوی خبره نه ګڼی خو وایی، د افغانستان په کړکېچ کې ښکېلو هېوادونو ته د زلمی خلیلزاد سفر به بې اغیزې نه وی.
زلمی خلیلزاد تېره میلادی میاشت د افغانستان د سولې او پخلاینې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی په توګه وټاکل شو.
له ټاکل کېدو وروسته تېره اوونۍ نوموړی د افغانستان په ګډون، پاکستان، سعودی عربستان، قطر او متحده عربی اماراتو ته خپل لس ورځنى سفر پیل کړ.
ځینو لوېدیځو رسنیو خبر ورکړی چې ښاغلی خلیل زاد د خپل دغه لس ورځنی سفر په پای کې تېره ورځ په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم لیدلی دی.
خو نه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نه هم طالبانو په دې اړه تر اوسه رسمی څه ویلی دی.
طالبان له تېرو څو کلونو راهیسې په قطر کې سیاسی دفتر لری او له دې وړاندې په دغه هېواد کې له طالبانو سره د امریکا د یوې بلې استازې الیز ویلز د لیدو کاتو راپورونه هم ورکړل شوی دی.
دغو سفرونو او د یادو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره د ښاغلی خلیلزاد لیدو کاتو که څه همد افغانستان د سولې عالی شورا د سولې د خبرو د عملی پیل لپاره هیله منه کړې خو د چارو ځینې څارونکی د یادو هڅو تر څنګ د افغانستان د سولې د بریالیتوب لپاره پر پاکستان د دوامدار فشارونو غوښتنه لری.
له ډلې نجیب ننګیال ازادی راډیو ته وویل: «د پاکستان سره اړیکې باید دومره ژر ونه رغول شی بلکې پر وړاندې یی فشار زیات شی، تر کوم چې په افغانستان کې د امنیت او سولې په اړه ښکاره نتیجه نه وی احساس شوې باید د پاکستان پر وړاندې له نرمې پالیسۍ کار وا نه خیستل شی.»
پاکستان د افغانستان ګاوندی هېواد دی چې له وسله والو طالبانو نه په ملاتړ تورن دی او ویل کېږی چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د عملی پیل په برخه کې مهم رول لوبولی شی.
ښاغلی ننګیال وایی، په ټوله کې د سولې د خبرو اترو لپاره لیده کاته، غونډې او سفرونه اوس معمول شوی او په خبره یې، نتیجه به یی هغه وخت احساس شی چې طالبان او افغان حکومت د سولې رسمی خبرې پیل کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.