ارګ: د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره حکومت او امریکا هڅې بې ساری دی

گزارشگر:سه شنبه 1 عقرب 1397 - ۳۰ میزان ۱۳۹۷

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، د سولې د بین الافغانی مذاکراتو د پیل لپاره د حکومت او امریکا هڅې بې ساری دی.
حکومت وایی، د بین الافغانی مذاکراتو د پیل لپاره د افغان حکومت او نړیوالو شریکانو، په تېره د امریکا هڅې جدی شوې دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند محمد هارون چخانسوری د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، که څه هم د سولې د خبرو په اړه تازه پرمختګ نه شته، خو حکومت هیله مند دی چې ډېر ژر له طالبانو سره مستقیم مذاکرات پیل شی.
mandegar-3دی زیاتوی: «کوم جدیت چې د سولې په پروسه کې موجود دی، حکومت او خلک یې په کلکه غواړی، د امریکا په ګډون د افغانستان ټول متحدین په جدی توګه کار کوی، دا کار بې سابقې دی، همکاران له افغان حکومت سره په همغږۍ کې د بین الافغانی مذاکراتو د پیل لپاره کار کوی، هیله مند یوو چې مثبته نتیجه ورکړی.»
د ده په خبره، حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره له پاکستانه پرته په هرځای او هره کچه چې وی، مستقیمې خبرې وکړی.
هڅه مو وکړه چې د طالبانو د تحریک نظر ولرو، خو بریالی نه شو.

پخوا تر دې دغه تحریک ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره به مذاکرات ونه کړی.
دا په داسې حال کې ده په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په هدف، کابل، اسلام اباد، ریاض، قطر او دُبۍ ته سفرونه کړی دی.
ده له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د سولې د مذاکراتو لپاره پلاوی وټاکی.
ښاغلی خلیلزاد په دغو سفرونو کې د طالبانو له استازو سره لیدلی چې طالبانو او د افغانستان د سولې عالی شورا تأیید کړی دی.
د سیمې هېوادونو ته د خلیلزاد له سفره وروسته، له طالبانو سره مستقیمو مذاکراتو ته هیلې زیاتې شوې دی.
د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د یکشنبې په ورځ ویلی چې حکومت باید اجازه ورکړی چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړی.
ده ویلی، د طالبانو په ژبه ښه پوهېږی او دواړه یو بل هم ښه پېژنی.
ښاغلی دوستم دا هم ویلی، د ولسمشرۍ ماڼۍ د مرستیالۍ څوکۍ ورته ارزښت نه لری، بلکې مهمه ورته په هېواد کې د جنګ پای ته رسېدل دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالی شورا مرستیال حاجی عزیزالله دین محمد وایی، امریکایی چارواکی دا هڅه کوی چې افغان حکومت له طالبانو سره په مستقمو مذاکراتو کې شامل شی.
دی وایی: «خلیلزاد هڅې کوی چې په دغو مذاکراتو کې افغانستان یا افغان دولت شامل شی، د افغانستان له لوری به یو مذاکراتی ټیم جوړ او رسمی او د ټولو په ګډون رسمی مذاکرات پیل شی.»
ځینی کار پوهان له دې ډلې ودیر صافی په دې باور دی چې ترهغې چې د پاکستان غوښتنې ونه منل شی، له طالبانو سره مستقیمې خبرې نه شی پیلېدای.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.