د ژورنالېستانو د مالی ملاتړ صندوق: حکومت را سره پر ژمنه شویو مرستو عمل نه دی کړی

گزارشگر:دوشنبه 14 عقرب 1397 - ۱۳ عقرب ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د ژورنالېستانو د مالی ملاتړ د صندوق رئیس وایی، حکومت لاهم له دغه صندوق سره د ۱۵ میلیونه افغانیو مرستې ژمنه نه ده عملی کړې.
دی له خبریالانو غواړی چې د دغه صندوق په ملاتړ کې برخه واخلی.
محمد اصف وردګ د یکشنبې په ورځ په یوې خبرې ناسته کې وویل، په پام کې وه چې حکومت د خبریالانو د بیمې لپاره له دغه صندوق سره، د ولسمشر محمد اشرف غنی د شخصی مرستې په ګډون، د ۱۵ میلیونو افغانیو مرسته وکړی، خو تراوسه په دې برخه کې څه نه دی شوی.
ده زیاته کړه: «د ژورنالېستانو صندوق د هېواد په کچه سراسری دی، موږ له هغو کسانو او په تېره له ولسمشره چې له دغه صندوق سره یې مرسته وکړه، مننه کوو، دغه صندوق، سیاسی، ګوندی او تنظیمی نه دی، زه به د دغه صندوق د هرې پیسې ځواب ورکړم او مسؤلیت به یې زموږ د ډلې نه وی، بلکې خپله یې په غاړه اخلم.»
د افغانستان د ژورنالېستانو د مالی ملاتړ د صندوق رئیس وایی، د دغه صندوق د هرې افغانۍ په اړه به ځواب ووایی او د ده په خبره، د یاد صندوق له پیسو د قربانی شویو خبریالانو له کورنیو سره مرسته شوې ده.
دی وایی، ځینی لاسونه د دغه صندوق د پیسو لپاره اوږده شوی وو، خو مخه یې نیول شوې ده.
خو نوموړی دا ونه ویل چې د دغه صندوق له لارې څومره خبریالانو سره د څومره پیسو مرسته شوې ده.
ښاغلی وردګ دا هم وایی چې کوم خبریالان او د رسنیو مسؤلین چې د دغه صندوق له لارې غواړی ځانونه بیمه کړی، د ضرورت په وخت کې ورسره د یاد صندوق له لارې مالی مرسته کېږی.
د ژورنالېستانو د مالی ملاتړ صندوق په ۱۳۹۳ لمریز کال کې جوړ شو چې مشر یې د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر سید مخدوم رهین و.
ښاغلی رهین په دې مناسبت په جوړې شوې ناسته کې، د دغه صندوق د ملاتړ او د خبریالانو د وضعیت په اړه د حکومت او د رسنیو د مسؤلینو په پاملرنه ټینګار وکړ.
له هڅو سره سره ونه توانېدو چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د مسؤلینو نظر ولرو.
خو د افغانستان د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مرستیالې سعیدې مژګان مصطفوی په دغه ناسته کې وویل، هڅې کوی، د کومې مالی مرستې ژمنه چې حکومت له دغه صندوق سره کړې، ترلاسه او د صندوق په حساب کې یې شامله کړی.
نوموړې وویل: «دا شان صندوقونه په هغو هېوادونو کې چې د خبریالانو لپاره ښه شرایط لری، هم موجود دی، دا یو ښه نوښت دی، هیله مند یوو چې وکړای شو، د یو ارتباطی پل په توګه د مالیې له وزارته دغه پیسې ترلاسه او د ګرانو ژورنالېستانو خدمت ته یې چمتو کړو.»
یو شمېر خبریالان وایی، په داسې حال کې چې د دغه صندوق له جوړېدو څلور کاله تېرېږی، خو له هغو خبریالانو سره چې په امنیتی پېښو کې ټپیان او یا وژل شوی، له کورنیو سره یې د یاد صندوق له لارې مرسته نه ده شوې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.