عمران خان: د پاکستـان د تـل‌پاتـې سولـې لپـاره په افغـانستان کې سـوله ضـروری ده

گزارشگر:چهار شنبه 7 قوس 1397 - ۰۶ قوس ۱۳۹۷

mandegarد پاکستان صدراعظم عمران خان وایی، په پاکستان کې د تل‌پاتې سولې لپاره په افغانستان کې سوله ضروری ده او موږ باید د افغانستان د سولې په پروسه کې له نورو شریکوالو سره یوځای رول ولوبوو.
نوموړی همدا شان وایی، هېواد یې پر خپله خاوره یوه تپل شوې جګړه کړې چې له امله‌یې پاکستان ستره اقتصادی بیه پرې کړې او ټینګار یې کړی چې په راتلونکی کې پر خپله خاوره په‌دې ډول هېڅ جګړه کې برخه وانه‌خلی.
عمران خان دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ افغان پولې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا شمالی وزیرستان سیمې ته د سفر پر مهال د شمالی او جنوبی وزیرستان د قومی مشرانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دی.
که څه هم د عمران خان دفتر شمالی وزیرستان ته د هغه د دغه سفر په اړه څه نه‌دی ویلی، خو د پاکستانی پوځ مطبوعاتی څانګې «ISPR» په‌دې اړه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی چې له عمران خان سره په‌دغه سفر کې د پوځ مشر او یو شمېر حکومتی وزیران هم شامل وو.
خبرپاڼه کاږی چې صدراعظم عمران خان شمالی وزیرستان ته د خپل سفر پر مهال پر پاک-افغان سرحدی کرښې د پوځ له‌خوا د اغزن تار د غځولو بهیر هم لیدلی او همدا شان‌یې د شمالی او جنوبی وزیرستان د قومی مشرانو یوې غونډې ته وینا هم کړې ده.
خان دغې غوڼدې ته د وینا پر مهال ویلی چې پاکستان پر خپله خاوره تپل شوې جګړه کړې او ټینګار یې کړی چې هېواد به‌یې په راتلونکی کې پر خپله خاوره دا ډول جګړه ونه‌کړی.
عمران خان همدا شان د ترهګرۍ پر خلاف جګړه کې د بریاوو له امله خپل پوځ او امنیتی او استخباراتی ادارې ستایلی او ویلی یې دی: «بل هېڅ یوه هېواد او امنیتی ځواکونو یې هغه څه نه‌دی کړی، کوم چې پاکستان او امنیتی ځواکونو یې د ترهګرۍ پر خلاف جګړه کې کړې دی.»
صدراعظم خان د شمالی او جنوبی وزیرستان د قومی مشرانو دغې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان یادونه هم کړې او د پاکستان د تل‌پاتې سولې لپاره‌یې په افغانستان کې سوله مهمه بللې او زیاته کړې یې ده:
«موږ له پولو وراخوا سوله غواړو. موږ باید د سولې په پروسه کې له نورو شریکوالو سره یوځای رول ولوباوو، ځکه چې د پاکستان د تل‌پاتې سولې لپاره په افغانستان کې سوله ضروری ده.»
په پاکستان کې د نوی حکومت تر رامنځته کېدو او قبایلی سیمې له خېبر پښتونخوا سره تر یوځای کېدو وروسته دا د عمران خان شمالی وزیرستان ته لومړی سفر و.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتی څانګې د خبرپاڼې له مخې عمران خان شمالی وزیرستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه سیمې د خلکو لپاره د روغتیا، تعلیم او روزګار په لړ کې د یو شمېر پکېجونو اعلان هم کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.