احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





د افغانستان اوبه او د پاکستان زهــر

گزارشگر:نجیب منلی/ شنبه 10 قوس 1397 - ۰۹ قوس ۱۳۹۷

لومړی برخه/

ه څه مودې راهیسې پاکستانۍ رسنۍ په افغانستان کې د اوبو د مهارولو هڅې (لکه د شاه توت پروژه چې هند یې د ۲۳۶ ملیونه ډالرو په ارزښت د کابل په سیمه کې د ۱۴۶ ملیونه مکعب متره اوبو د ذخیره کولو په موخه د پلی کولو نیت لری) د افغانستان او پاکستان په روابطو کې د هند د لاس وهنې د یوې بېلګې په توګه عامه اذهانو ته وروپېژنی. د پاکستانی رسنیو دغه په اصطلاح اندېښنې په یو شمېر معتبرو نړۍوالو رسنیو کې هم انعکاس مومی او په افغانستان کې یې هم د جنجالی خبرونو تږی ژورنالستان او رسنۍ په غبرګولو کې ناغېړی نه کوی (دی نېشن – جولای ۹، دی دیپلومات – اګست ۲۰، فارین پالیسی – نومبر ۱۳، رزاق مامون – د عقرب ۲۳، …)

mandegarل
پاکستان هڅه کوی چې خپل ولسونه له دې وډاروی چې په افغانستان کې، د کابل د سیند پر حوزه، د بندونو جوړول به د کرښې اخوا سیمې اعیزمنې کړی او له دې لارې د افغانستان په جګړه کې خپلې لاسوهنې توجیه کوی.
په افغانستان کې هم د تلویزیونی بحثونو کارپوهان چې د عینی واقعیتونو پر ځای پر عندی خیالونو ډېره تکیه کوی، کله نا کله پر پاکستان د اقتصادی فشار د وسیلې په توګه د اوبو مسئلې ته ګوته نیسی.
د افغانستان اوبه د یوې سترې ملی شتمنۍ په حیث د هېواد د اقتصادی راتلونکې په اړه یو محوری بحث دی خو دا موضوع یوه ساده شعاری خبره نه بلکې خورا پېچلی تخنیکی ابعاد لری چې ژور فکر غواړی.
په دې لیکنې کې د افغانستان د اوبو تر یوې سرسری ارزونې وروسته د افغانستان پر ضد د پاکستان د حکومت او استخباراتو د روانی جګړې له پاره د پاکستانی مطبوعاتو هغو څرګندونو ته اشاره شوې چې ګواکې افغانستان د هند په مرسته پر پاکستان د اوبو وچولو هڅه کوی. همدا راز د افغان سیاستوالو او تحلیلګرو پام د دې موضوع واقعیت او حساسیتونو ته را اړول شوی دی.
۱ – د افغانستان د اوبو یوه عمومی ارزونه
افغانستان د اوبو پینځه بېلابېلې حوزې لری چې هره یوه یې ځانګړی تخنیکی، اقتصادی او سیاسی اړخونه لری. د دې لیکنې مرکزی ټکی د کابل سیند او له پاکستان سره د افغانستان د اوبو موضوع ده خو د مطلب د روښانتیا له پاره به په لنډ ډول هغه نورې څلور حوزې هم یادې کړو:
– د آمو حوزه :
د آمو د اوبو حوزه په افغانستان او ګاونډ کې پر ۲۲۷۸۰۰ مربع کیلومتر ساحه کې غوړېدلې چې ۳۹٪ یې (۹۱۰۰۰ مربع کیلومتره) په افغانستان کې ده. د آمو سیند ۲۵۴۰ کیلومتره اوږد دی چې ۱۲۰۰ کیلومتره یې له تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان سره د افغانستان ګډه پوله جوړوی. په افغانستان کې د آمو حوزه له پینځو مهمو برخو متشکله ده (رستاق، خان آباد، کوکچه، کندوز او پنج). د آمو سیند ۹۰۰ کیلومتره بستر د کښتیو چلولو وړتیا لری او د یو مهم ترانزیتی محور نقش لوبولای شی.
د آمو څنډو ته پرتې ځمکې په دوامدار ډول د توږل کېدو په حال کې دی نو د آمو د څنډو د استحکام موضوع د هېواد د سترو حیاتی پروژو یوه برخه بلل کېدای شی. د کوکچې پر سیند ۴۵۰ میګاواټو شاوخوا برېښنا په ظرفیت د بند پروژه هم ډیزاین شوې ده.
– د هریرود-مرغاب حوزه:
دا حوزه د هریرود، مرغاب او کوشک رود سیندونو څخه جوړه شوې ده او شاوخوا ۸۰۰۰۰ مربع کیلومتره مساحت لری.
د مرغاب سیند په ۴۰۰۰۰ مربع کیلومتر ساحه کې پروت دی چې د ترکمنستان په شګو کې ورکېږی.
هری رود د بابا له غرونو پیل کېږی، ۶۵۰ کیلومتره د افغانستان دننه بهېږی، بیا سل کیلومتره د افغانستان او ایران پوله جوړوی، ورپسې په همدومره اوږدوالی د ایران او ترکمنستان پوله جوړوی او بیا د ترکمنستان له تجن سره په شګو کې ورکېږی.
د هرات په چشت شریف کې د سلما بند د هریرود اوبه ذخیره کوی. دا بند ۶۴۰ ملیونه مکعب متره اوبه زېرمه کوی او ۴۲ میګاواټه برېښنا تولیدوی.
د هریرود اوبه د افغانستان د ابادۍ له پاره ضروری دی خو ایران او ترکمنستان هم ترې ګټه اخیستل غواړی.
افغانستان له ایران سره د هریرود د وېش له پاره کوم ځانګړی تړون نه لری نو ځکه ایران پر هریرود د بندونو او نورو تاسیساتو جوړولو ته د ګواښ په سترګه ګوری.
– د شمال حوزه:
د شمال د اوبو حوزه پر ۷۱۰۰۰ مربع کلیومتره پرته ده له له څلورو عمده سیندونو تشکیل شوې ده: بلخاب، خلم، سرپل او شیرین تګاب. د دې حوزې اهمیت له دې ټکی ښه څرګندېږی چې د بلخ تاریخی اهمیت د بلخاب له سیند سره تړلی دی.
– د هلمند حوزه
هلمند د افغانستان تر ټولو ستر او اوږد داخلی سیند دی چې د آسیا په کچه په لسم کتار کې راځی. هلمند ۱۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لری. ، د اصلی رود – هلمند – تر څنګه د دې حوزې مهم سیندونه او رودونه دا دی: ادرسکن، ارغستان، چګای، ناور دښته، فراه رود، خاشرود، خوسپه رود، اغنداب، موسی کلا، سرده او غزنی، ترنک او ارغنداب. د هلمند د اوبو شبکې ۲۶۲۰۰۰ مربع کیلومتره ساحه پوښلې ده او د افغانستان په سلو کې څلوېښت کرنیزې ځمکې خړوبوی.
د هلمند د سیند په برنۍ برخه کې د اوبو جریان چټک دی. د ځمکو د توږل کېدو له امله په برنۍ سیمه کې ځمکې تخریبېږی او ښکته، د کجکی بند کاسه د خړې د کښېناستو له امله ډکېږی. تر اوسه د هلمند د حوزې د بېلابېلو رودنو د برنیو برخو (هزاره جات، روزګان، سیاه کوه…) د ځمکو د تخریب د مخنیوی او د اوبو له انرژۍ څخه د استفادې له پاره د اوبو د مدیریت په برخه کې لازم اقدامات نه دی شوی. د سرده بند، د دهلې بند، د کجکی بند او د کمال خان بند په دې حوزه کې د اوبو د تنظیم مهم تاسیسات دی.
د هلمند سیند د تاریخ په اوږدو کې څو واره خپل مسیر بدل کړی دی چې له ایران سره د پولو په تثبیت کې یې هم کله نا کله سترې ستونزې پیدا کړې دی.
د هلمند د اوبو په اړه د افغانستان او ایران تر منځه په ۱۳۵۲ کال کې یو تړون وشو چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د وېش یواځینی حقوقی سند دی.
– د کابل حوزه
د کابل حوزه چې ۷۷۰۰۰ کیلومتره مربع ساحه یې پوښلې او ورسره تړلی موضوعات د دې لیکنې اصلی بحث دی، چې وروسته څېړل کېږی.
– کوچنی خوړونه
د افغانستان د غرنۍ جغرافیې او په هېواد کې د اورښت د ټیټې کچې له امله د افغانستان د اوبو یوه د پام وړ برخه کوچنیو، محلی خوړونو ته ورځی. د دې اوبو یوه برخه د مستقیم تبخیر له امله هوا ته ځی، یوه برخه په محلی کروندو کې کارول کېږی، یوه کوچنۍ برخه د ځمکې لاندې زېرمې تغذیه کوی او یوه برخه یې د لویو سیندونو شبکې ته د ویجاړوونکو سېلابونو په بڼه ورګډېږی. پر خوړونو د اوبو د زېرمه کولو کوچنی تاسیسات د افغانستان د اوبو د مدیریت یو مهم بحث دی. پر خوړونو د اوبه خور او د کلیوالی سیمو د څښاک د اوبو له پاره د کوچنیو بندونو جوړول به نه یوازې په محلی سطحه د خلکو د ژوند په ښه کولو کې اغیزمن وی بلکې تر څنګ به یې په اوږد مهال کې د چاپېریال په ښه کولو کې هم نقش د پام وړ وی. د خوړونو د اوبو سم مدیریت به د افغانستان د اوبو د مجموعی زېرمو په مدیریت کې مهم ځای ولری.
۲ – له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د کارونې ګډ مسایل
له تاجیکستان او او اوزبیکستان سره د اوبو پر وېش خاصه ستونزه نه شته خو د آمو پر بهیر شمال لوری ته د اوبو فشار هم کم دی او لازم استحکامات هم شته نو سوېل لوری ته د آمو د څنډو تخریب د افغانستان له پاره یوه مهمه موضوع ده چې حل یې هم تر ډېره د افغانانو په لاس کې دی. په بدخشان کې د کرنیزو ځمکو نه شتون او په ښکتنی بهیر کې توپوګرافیک واقعیتونه (د اوبو له سطحې د افغانستان د ځمکو لوړوالی) د کرنې په برخه کې د آمو له اوبو ګټه اخیستنه ستونزمنوی. له دې امله له پورته دوو ګاونډیو سره د اوبو پر سر کومه لانجه نه شته. البته که په راتلونکی کې وکړای شو چې د پایپ لاین په مرسته د بره آمو یوه برخه اوبه د افغانستان لویدېځو برخو او حتی ایران ته ولېږدوو نو ممکنه ده چې شمالی ګاونډیان د دې ډول سترو زېربنایی پروژو مخالفت وکړی.
د شمال د حوزې اوبه، تقریباً ټولې، پولو ته تر رسېدو د مخه ختمېږی خو د تاریخ په اوږدو کې ګاونډیو پر دې اوبو چندان تکیه نه ده کړې نو د هغې په اړه هم د پام وړ ستونزه نه شته.
ترکمنستان د هریرود پر بهیر له ایران سره پر ګډه پوله، د افغانستان له مشورې پرته، د دوستۍ په نامه یو بند جوړ کړی دی (۲۰۰۴) چې شاوخوا اته سوه ملیونه مکعب متره اوبه زېرمه کوی. په افغانستان کې د هرېرود په مسیر کې د اوبو د زېرمه کولو او کارولو تاسیسات (تر ټولو مهم یې د سلما بند دی) ایران – او شاید تر یوه حده ترکمنستان – د خپلو منافعو له پاره ګواښ بولی. د دوه اړخیزو او درې اړخیزو توافقاتو نه شتون د اوبو پر سر اړیکې یو څه ترینګلې کړې دی خو د افغانستان د دولت رسمی سیاسی کرښه په دې سیمه کې د افغانستان کورنیو ګټو ته لومړیتوب ورکول دی. د ایران حکومتی مشرانو په وروستیو څو کلونو کې په ښکاره ډول په افغانستان کې د اوبو د مدیریت له تاسیساتو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی او داوېره شته چې د مخربو، مزدورو وسله والو ډلو په مټ شته او جوړېدونکی تاسیسات له ګواښ سره مخ کړی. په دې برخه کې د افغانستان حکومت ته په کار ده چې هم له حقوقی اړخه او هم له امنیتی اړخه د خپلو ګټو د خوندی کولو له پاره په جدی توګه لازم تدابیر و نیسی.
د هلمند د اوبو په اړه د ایران او افغانستان تر منځ دولتی تړون شته، خو په تېرو څلورو لسیزو کې د جنګ شرایطو افغانستان دې ته پرې نه ښود چې خپله د اوبو برخه په کامل ډول وکاروی نو عملاً ایران له خپل حقه زیاتې اوبه درلودې. اوس ایران هڅه کوی چې دا بالفعل وضعیت په خپله نفعه په یو ډول نه یو ډول تل پاتې کړی او حقوقی بڼه ورکړی. دلته هم افغانستان ته په کار ده چې په حقوقی برخه کې د مذاکراتو تکړه ټیمونه ولری او د ځمکې پر مخ د تاسیساتو د خوندیتابه له پاره امنیتی تدابیر ولری.
له پاکستان سره تر اوسه د اوبو پر سر کومه ریښتینې لانجه نه ده پېښه شوې خو یو لړ سوء تفاهمات شته چې د دواړو دولتونو تر منځ د بې باورۍ او شک فضا یې رامنځ ته کړې ده. زهرجن تبلیغات او پر واقعیتونو نه ولاړې اندېښنې د پاکستان له خوا د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې له پاره د پلمې په توګه کارول کېږی.
۳ – د کابل د اوبو حوزه او له پاکستان سره اړیکې
د کابل د اوبو حوزه د افغانستان د اوبو یوازینی سیستم دی چې له اباسین سره تر یو ځای کېدو وروسته سمندر ته رسېږی. د کابل د اوبو حوزه درې – یوه له بلې بېلې – څانګې لری:
– د ګومل سیند:
د څو کوچنیو خوړونو مجموعه ده چې نېږدې ۹۰۰۰ مربع کیلومتر ساحه یې پوښلې ده. د پکتیکا ولایت له سرروضې څخه پېلېږی او دېره اسمعیل خان کې له اباسین سره یو ځای کېږی. د ګومل پر سیند په قبایلی سیمه (ټانک) کې یو کوچنی بند رغېدلی چې شاوخوا یو نیم مکعب کیلومتر اوبه زېرمه کوی، اوه لس میګا واټه برېښنا تولیدوی او شپږ سوه مربع کیلومتره ځمکه خړوبوی. د ګومل سیند تر پوښښ لاندې کرنیزې ځمکې خورا محدودې دی. د ګومل اوبه په عنعنوی توګه کارول کېږی خو د سیمې جغرافیه داسې ده چې د اوبو د کنټرول تاسیسات که جوړېږی هم اغیز به یې یوازې د پکتیکا ولایت پر دوو یا دریو ولسوالیو محدود وی.
– د شمل سیند:
د شمل سیند شاوخوا لس زره مربع کیلومتره ساحه پوښلې ده. شمل د خوړونو یوه کوچنۍ شبکه ده چې د کرنې په برخه کې ترې استفاده کېږی. د سین عمومی بهیر تر ډېره حده د ځایی خوړونو او تویونو تابع دی.
په دوه مانده ولسوالۍ کې د بند پروژه به د تڼیو، ګوربزو او مندوزیو للمی ځمکې خړوبې کړی خو دا بند به د شمل سیند په ښکتنۍ برخه کې د اوبو پر رژیم فوق العاده اغیز و نه ښندی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.