یو شمېر معلولین: حکـومت لـه پامـه غـورځولـی یـوو

گزارشگر:سه شنبه 13 قوس 1397 - ۱۲ قوس ۱۳۹۷

mandegarپه افغانستان کې یو شمېر معلولین دوی ته د حکومت د نه‌پاملرنې له امله شکایت کوی.
د ډسمبر درېیمه ده چې د معلولینو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
سره له دې چې هر کال په افغانستان کې د معلولینو د نړیوالې ورځې نمانځنه کېږی، خو معلولین له خپلو بشری حقونو، تعلیمی او روغتیایی خدمتونو، د کار نشتوالی او د اوستوګنې د ځای د نه‌لرلو له امله شکایت کوی.
دوی وایی، له کلونو راهیسې په ستونزمن وضعیت کې دی او حکومت‌یې ستونزو ته هېڅ پاملرنه نه‌ده کړې.
له دې ډلې دوو تنو قاسم او مسعود د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل: «دولت هره میاشت موږ ته پنځه زره افغانۍ معاش راکوی، په دې معاش هېڅ هم نه‌کېږی، که دا معاش مو حد اقل ۱۰ زرو ته لوړ شی، نو زه دلته د سړک پر سر کار ته نه اړ کېږم، له سهاره تر ماښامه په همدې یوه پښه ښکته پورته منډې وهم او همدلته کار کوم.
هغه پنځه زره معاش چې د حکومت له لوری موږ ته راکول کېږی، دا یو کال کېږی چې هغه مې هم نه‌دی اخیستی، ستونزې مو ډېرې دی، نه کور لرم، نه کار او نه اور، در به در ګرځو.»
د دوی په خبره، ډېرو معلولینو ته د خپلې کورنۍ نفقه ور په غاړه ده او د سختو کارونو د کولو توان نه‌لری او حکومتی بنسټونو تر اوسه له دوی سره د مرستو او ملاتړ لپاره د پام وړ کار نه‌دی کړی.
معلولین دا هم وایی چې د نورو ستونزو سربېره، هغه څه چې دوی زیات ځوروی، هغه په ټولنه کې یې حقیر شمارل دی.
له دې وړاندې هم یو شمېر معلولینو د حکومت له لوری د معاشونو د نه‌ورکولو له امله په مظاهرو لاس پورې کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اساسی قانون په شمول، د معلولینو د حقونو او امتیازاتو قانون په ملی کچه او د معلولینو په برخه کې نړیوال کنوانسیون چې افغانستان‌یې په ۲۰۱۲ میلادی کال کې غړیتوب اخیستی، ټول هغه تقنینی اسناد دی چې په افغانستان کې د معلولینو د حقونو ملاتړ کوی.
د معلولینو د ملاتړ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌مهال په ټول افغانستان کې درې میلیونه معلولین موجود دی چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دی.
د دغه ریاست مسؤلین وایی، هغه کسان چې له ۶۰ سلنې زیات معلولیت لری، په کلنی ډول شپږ زره افغانۍ حقوق تر لاسه کوی.
په ورته وخت کې د معلولینو د ملاتړ ادارې مشر لعل‌الدین اریوبی له ازادی راډیو سره په خبرو کې د دغو کسانو ستونزې ومنلې او ویې‌ویل چې د دغو ستونزو د هواری لپاره‌یې قوانین او طرزالعملونه جوړ کړی چې په پلی کېدلو سره به‌یې د معلولینو وضعیت ښه شی.
دی وایی: «د معلولینو وضعیت په رښتیا هم د اندېښنې وړ دی، معلولیت لرونکی کسان په ښه وضعیت کې نه‌دی، خو دوامدارې هڅې روانې دی او موږ هڅې کوو چې د ټولو حکومتی او غیر حکومتی امکاناتو په کارونې سره د معلولینو د ژوند د ښه‌والی لپاره کار وکړو او د معلولینو ستونزې حل کړو.»
په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو نړیوالې ټولنې مشره پرېنا جاهد هم په هېواد کې د معلولو ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بولی او وایی، حکومت تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې د معلولو ښځو د ژوند د اساسی خدمتونو لپاره کار وکړی.
هغې وویل، حکومت باید د حقوقو، سرپناه او کارموندنې په برخه کې د معلولینو لپاره اقدام وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.