د سولې شورا: د سیمـې هېـوادونـو او د امـریکـا هلـو ځـلو سولـې ته نېـږدې کـړی یـو

گزارشگر:شنبه 17 قوس 1397 - ۱۶ قوس ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د سولې عالی شورا مسکو ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سفر مهم بولی.
د سولې عالی شورا وایی چې د افغان سولې په اړه د سیمې د هېوادونو او امریکا وروستیو هلو ځلو دوی سولې ته نېږدې کړی دی.
د دغه شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم د جمعې په ورځ ازادی راډیو سره په خبرو کې مسکو ته د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سفر مهم وباله او وېې ویل، دوی هیله لری چې د زلمی خلیلزاد دا سفر د سولې د مخامخ خبرو د پیل لامل وګرځی.
ښاغلی سلیم زیاته کړه: «په وروستیو کې د افغانستان د مسایلو په اړه د مسکو علاقه‌مندی ډېره شوې ده، کومه ناسته یې چې په مسکو کې جوړه کړه، د همدغه ناستې په دوام چې د دوهمې ناستې کوربه‌توب کوی، کومې اړیکې یې چې طالبانو سره جوړې کړی دی او دغه ډلې ته یې چې د مسکو په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه دا ټول دا په ډاګه کوی چې روسان هم د نورو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان په مسئله کې مهم رول لری، نو زه فکر کوم چې مسکو ته به د ښاغلی خلیل‌زاد سفر مهم وی او ښه لاس ته راوړنې به ولری.»
دا په‌داسې حال کې ده چې تېره ورځ زلمی خلیل‌زاد له افغان چارواکو سره له لیدو کتو وروسته مسکو ته روان شوی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلی چې ښاغلی خلیل‌زاد له افغان ولسمشر اشرف غنی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره له لیدو کتو وروسته مسکو ته ولاړ.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوی تېره ورځ ازادی راډیو ته ویلی چې ښاغلی خلیل‌زاد له پاکستانی چارواکو سره د خپلو خبرو د نتایجو په اړه ولسمشر محمد اشرف غنی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته معلومات ورکړل.
ښاغلی خلیل‌زاد له دې وړاندې پاکستان ته د سفر په ترڅ کې له صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشی سره په اسلام‌اباد کې وکتل.
ښاغلی خلیل‌زاد داسې مهال مسکو ته سفر کوی چې دوه ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومی منشی ینس سټولنبرګ په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د پیل کړو هڅو د ملاتړ غږ وکړ.
نوموړی د سیمې له هېوادونو په ځانګړی ډول له روسیې او ایران څخه وغوښتل چې حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې سره مرسته وکړی.
دا سیمې ته د زلمی خلیل‌زاد درېیم سفر دی خو په تېرو دوه سفرونو کې مسکو ته نه وو تللی.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون اداری پلاوی وایی، په داسې حال کې چې مسکو په افغانستان کې د داعش وسله‌والې ډلې له موجودیته په ویره کې ده واشنګټن باید قناعت ورکړی چې دوی په افغانستان کې د ټولو وسله والو ډلو په وړاندې یو ډول عمل کوی.
د دغه کمېسیون مرستیال داوود کلکانی د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل: «که امریکایان روسانو ته قناعت ورکړی چې دوی په افغانستان کې د داعش وسله‌والې ډلې په وړاندې مبارزه کوی او د سیمې په مسایلو کې د دوی دریځ له روسیې سره په ټکر کې نه‌دی، نو په‌دې کې شک نشته چې دا خبره به د دې لامل شی چې روسیه له امریکا سره د افغان سولې په پروسه کې مرسته وکړی.»
د افغانستان د سولې په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به له روسیې وروسته ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربی اماراتو او قطر ته هم سفرونه وکړی.
د ښاغلی خلیلزاد دا سفر د روانې میلادی میاشتې په دوهمه نېټه پیل شوی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د همدې میاشتې په ۲۰ مه نېټه به پای ته ورسیږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.