د شفافیت د څار د بنسټ: اوس هـم د حکـومت په ځـینو ادارو کـې فسـاد شتـه

- ۱۹ قوس ۱۳۹۷

mandegar

د افغانستان د شافیت د څار بنسټ وایی، لا هم په یو شمېر دولتی ادارو کې پراخ فساد موجود دی.
د افغانستان د شفافیت د څار د بنسټ وایی، په معارف، لویې څارنوالۍ، پولیسو، کابل ښاروالۍ، ملی شورا او په یو شمېر نورو ادارو کې لا هم فساد موجود دی.
د شفافیت د څار بنسټ رئیس سید اکرام افضلی د یکشنبې په ورځ د فساد د ملی سروې د خپرېدو او د اداری فساد په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځی په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې له فساد سره مبارزه یوازې د حکومت کار نه دی، بلکې ټول ارګانونه باید په دې برخه کې همکاری وکړی.
ښاغلی افضلی د افغانستان ملی شورا د فساد کور یاد کړ او ویې ویل: «د فساد یوه اساسی ستونزه د افغانستان په انتخاباتی نظام کې ده، دا نن چې کومه ملی شورا په مونږ حاکمه ده، د فساد د کور په نوم یادېږی، که په انتخاباتی نظام کې فساد وی، نو مونږ څنګه په راتلونکی باوری کېدای شو؟»
ښاغلی افضلی دغه شان وویل چې د دوی د سروې له مخې چې له ۰۸۰۰ نه د زیاتو کسانو سره د هېواد د ۴۳ ولایتونو په ۱۴۰ ولسوالیو کې شوې ده، ښیی چې خلک هم په محاکمو، پولیسو، څارنوالۍ، ښاروالۍ او پارلمان کې د فساد له موجودیت شکایت لری.
خو ولسمشر محمد اشرف غنی بیا په همدې ورځ او په همدې مناسبت یعنې د اداری فساد په وړاندې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه، وویل چې، په بېلابېلو برخو کې لکه دولتی مقرریو، کانکور، عدلی او قضایی دستګاوو او نورو کې لازم اصلاحات رامنځته شوی دی.
ښاغلی غنی دغه شان وویل، زرګونه دوسیې له څېړلو پاتې وې، خو نن که په ستره محکمه کې یوه دوسیه ډېره پاتې کېږی، نو درې میاشتې، نورې نو په خپل وخت تصفیه کېږی.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړی ادارې ویلی چې افغان حکومت د فساد په وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسی جرګې د تقینینی چارو د کمېسیون رئیس قاضی نذیر احمد حنفی وایی، ښایی چې ځینی کسان په ولسی جرګه کې په فساد کې ښکېل وی، خو هر څوک چې دا ادعا کوی، باید اسناد وړاندې کړی.
ده وویل: «کومې ادعاوې چې په ملی شورا کېږی، دا د شخصیتونو سپکاوی دی، څوک چې داشان ادعاوې کوی، باید سړی وښیی او اسناد وړاندې کړی او دا ادعاګانې هم ستونزه لری.»
ښاغلی حنفی وایی، که څه هم حکومت د فساد په برخه کې یو شمېر کارونه کړی، خو بسنه نه کوی او باید په دې برخه کې بنسټیز کار وشی.
د ملی وحدت حکومت مشرانو تل د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه ویلی دی، خو لا هم دغه پدیده په افغانستان کې په پراخه کچه موجوده ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.