ولسی جرګه: د سـولې روانې هڅـې باید منسجمې او له یوه ادرسـه ترسره شـی

گزارشگر:یک شنبه 2 جدی 1397 - ۰۱ جدی ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د ولسی جرګې یو شمېر غړی وایی، د سولې روانې هڅې باید منسجمې او له یوه ادرسه ترسره شی.
د افغانستان د ولسی جرګې یو شمېر غړی که څه هم په متحده عربی اماراتو کې افغان پلاوی سره د طالب استازو نه کتل خواشینوونکې ګڼی، خو وایی چې د سولې خبرې اترې باید منسجمې شی.
د ولسی جرګې مشر عبدالروف ابراهیمی د ولسی جرګې د شنبې د ورځې په عمومی غونډه کې د وکیلانو تر څرګندونو وروسته پر افغان حکومت غږ وکړ چې د سولې پروسه حساسې مرحلې ته رسېدلې او باید ترې ښه ګټه واخلی.
ده وویل: «سوله یوه ملی پروسه ده او له حکومته غواړو چې تر څو له ګوندونو او ملت سره په تفاهم د افغانستان د وروستیو اتلس کلنو لاسته راوړنو په خوندیتوب یو واحد دریځ ولری چې د افغانستان د سولې لپاره ترې ښه ګته واخیستل شی او وکولای شو چې د یوې سراسرې سولې شاهدان اوسو.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د

طالبانو له استازو سره د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د متحده عربی اماراتو په پلازمېنې ابوظبۍ کې په داسې حال کې خبرې وکړې چې د پاکستان، متحده عربی اماراتو او سعودی عربستان استازی هم حاضر وو.
خو طالب استازو په ابوظبۍ کې د افغان حکومت د سولې له مرکچې پلاوی سره له کتنې ډده وکړه.
د افغانستان جمهوری ریاست په دې غبرګون ویلی، د طالبانو دې کار وښوده چې دوی سولې ته ژمن نه دی، بلکې د جګړې دوام غواړی.
خو وسله والو طالبانو د جمهوری ریاست د دې بیان په اړه تراوسه څه نه دی ویلی.
تر دې وړاندې د سعودی، اماراتو او امریکا چارواکو هم په متحده عربی اماراتو کې د افغان حکومت له مرکچی پلاوی سره د طالب استازو د نه کتو په موضوع خواشینی ښودلې وه.
د ولسی جرګې غړو هم د شنبې د ورځې په عمومی غونډه کې په دې تړاو څرګندونې درلودې.
د ولسی جرګې غړی حاجی سخی مشواڼی وایی: «کوم پلاوی چې د افغانستان له لوری ابوظبۍ ته تلی و او وسله والو طالبانو ورسره نه دی کتلی، دا په ټوله نړۍ کې قانون دی او د دوو لورو ترمنځ مسئلې په اړه درېیمګړی ته ورتلل او ورسره کېناستل دا مناسب نه دی، دا تېروتنه وه چې طالبانو وکړه.»
د دې ټولو سره سره، جمهوری ریاست ټینګار کوی چې افغان حکومت به د سولې هڅو ته دوام ورکړی، خو په ورته وخت کې به د هېواد وسله ‌وال ځواکونه هم د تل په شان د خلکو او هېواد دفاع ته چمتو وی.
ټاکل شوې چې د وسله والو طالبانو د استازو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړی استازی رلمی خلیلزاد ترمنځ د خبرو بل پړاو په را روانه جنورۍ میاشت کې په سعودی عربستان کې ترسره شی.
د سولې په عالی شورا کې یوه سرچینه چې نه غواړی نوم یې واخیستل شی، وایی چې دا احتمال شته چې په دې خبرو کې د افغان حکومت یو پلاوی هم ګډون وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.