د کابل په مکروریانو کې د اورلګېدو پېښې ۳کسان وژلی او ۴۴ یې ټپیان کړی

گزارشگر:شنبه 15 جدی 1397 - ۱۴ جدی ۱۳۹۷

mandegarد کابل په مکروریانو سیمه کې د اورلګېدو په پېښه کې د مړو او ټپیانو شمېر ۴۷ تنو ته رسېدلی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، په کابل کې د اورلګېدو په پېښه کې ٣ کسان وژل شوی او ۴۴ټپیان دی.
د دغه وزارت ویاند وحید مایار د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل: «د اورلګېدو دغه پېښه تېره شپه په عبدالحق څلور لاری کې رامنځته شوه چې ۴۴ تنه په‌کې ټپیان شوی او درې نور وژل شوی دی، ټپیان په خپل وخت روغتونونو ته انتقال شوی، د یادونې وړ ده چې د شپږو تنو روغتیایی وضعیت د اندېښنې وړ دی.»
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، اور د تېلو په یوه پمپ کې ولګېد چې وروسته یوې دنګې ودانۍ ته خپور شو.
تر اوسه د تیلو پمپ کې د اورلګېدو لامل نه‌دی څرګند، خو چارواکی وایی په‌دې تړاو یې پلټنې دوام لری.
په همدې حال کې د کابل د پولیسو د جنایی څېړنو رئیس محمد سالم الماس ازادی راډیو ته وویل چې د انسانی تلفاتو ترڅنګ دغه پېښه مالی زیانونه هم لری.
ښاغلی الماس ازادی راډیو ته وویل چې په‌دغه پېښه کې د تیلو پمپ د له‌منځه تلو ترڅنګ له ۴۰ ډېر اپارتمانونه او نقلیه وسایط سوځېدلی دی.
«په‌دغه اورلګېدنه کې ۴۳ اپارتمانونه سوځیدلی او درې تنه وژل شوی همدارنګه ۷ موټرونه هم سوځیدلی دی او ګڼ مالیې زیانونه یې اړولی.»
نوموړی وویل، پېښه د مکروریانو په سېمه کې د پولیسو نهمې حوزې ته نېږدې شوې ده.
د کابل په ښار کې د اور د لګېدلو دا لومړۍ پېښه نه‌ده، څه موده وړاندې هم د دغه ښار په مرکزی برخه کې په یو مارکیټ کې د اور د لګېدلو له امله دکاندرانو ته ډېر اقتصادی زیان رسیدلی وو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.