روان کال د پوهنې وزارت ۲۳ زره ښوونکی استخداموی

گزارشگر:دوشنبه 24 جدی 1397 - ۲۴ جدی ۱۳۹۷

وزارت-معارف

 د افغانستان پوهنې وزیر میرویس بلخی وایی، د دوی د ارزونې له مخې د ښوونځیو د سرپناه او د ښوونکو کمبود لویې ستونزې دی چې د روان کال تر پایه به په دواړو برخو کې ۹۰ سلنه ستونزې حل شی.

ښاغلی بلخی دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ  ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال وکړې.

دی وایی، په پام کې ده چې د روان کال تر پایه په ټول هېواد کې ۲۳ ښوونکی استخدام شی او د ۲۷۰۰ ښوونځیو ودانۍ به ورغول شی.

نوموړی زیاته کړه: “موږ چې لومړنۍ ارزونه کړې، په ټول هېواد کې ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا ده چې ۲۳ زره به د اداری اصلاحاتو له طریقه د ازموینې له لارې استخدام شی او پاتې نور به قراردادی ښوونکی ونیسو چې ستونزه حل شی، د ودانیو په برخه کې موږ شپږ زره ښوونځیو لپاره د ودانیو ډیزاین جوړ کړی او په روان کال کې به د ۲۷۰۰ ښوونځیو ودانۍ جوړې شی.”

ښاغلی بلخی وویل، د ننګرهار معارف په کمه موده کې لویې لاسته راوړنې لرلی او په دې برخه کې د ولسونو لا همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا ده.

دارنګه نوموړی ډاډ ورکړ چې دوی به هېڅ‌چا ته اجازه ورنه‌کړی چې معارف د سیاسی فشارونو قربانی شی.

دی زیاتوی: “که ولسونه د ننګرهار معارف تر څنګ ودرېږی او موږ سره همکاری وکړی، نو ډېرې لاسته راوړنې به ولرو، اوس هم د ننګرهار معارف ریاست په ډېرو برخو کې لاسته راوړنې لرلې دی او ډاډمن یم چې د ولسونو ملاتړ سره زموږ معارف نور هم وځلېږی.”

د پوهنې وزیر په‌دې ولایت کې د معارف د کیفیت او ظرفیت د ښه‌والی لپاره د خلکو نظرونه واخیستل او ژمنه‌یې وکړه چې د امکان تر حده به په ټولو برخو کې د ستونزو حل ته رسېدنه کوی.

اوس‌مهال په ننګرهار کې شااوخوا ۵۰۰ ښوونځی ودانۍ نه‌لری چې له دې ډلې ۱۹۰ ښوونځیو لپاره به په روان کال کې ودانۍ جوړې شی او د ښوونکو د کمبود ستونزه به د امکان تر حده حل شی.​

 

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.