په هېواد کې د سرطانی ناروغیو د ډېروالی په اړه د عامې روغتیا وزارت اندېښنه

- ۱۴ دلو ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د سرطانی ناروغیو په ځانګړی ډول، په ښځو کې د سینې د سرطانونو له ډېرېدو اندېښنه ښیی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، تېر ۲۰۱۸ میلادی کال کې له ۳۰ تر ۴۰ زرو پورې افغانان په سرطان اخته شوی وو چې لږترلږه ۱۵ زرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د یکشنبې په ورځ د سرطان پر وړاندې د مبارزې نړېوالې ورځې لمانځغونډې ته وویل چې په هېواد کې د سرطانی ناروغیو په ځانګړی ډول، په ښځو کې د سینې د سرطانونو له ډېرېدو اندېښمن دی.
دی زیاتوی: «نه یوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په کچه په راتلونکو لسو کلونو کې د سرطانی ناروغیو له ډېرېدو اندېښنې ډېرې شوی او ممکن تر ۵۰ سلنې دا پېښې ډېرې شی، نو اړتیا ده چې مونږ یې د مخنیوی لپاره پلانونه ولرو، په تېر ۲۰۱۸ میلادی کال کې له ۳۰ تر ۴۰ زرو پورې کسان په سرطانونو اخته شوی او نېږدې ۱۵ زرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، په افغانستان کې یې پېښې مخ په ډېرېدو دی.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د انګلستان نېشنل مګزین خپرونې ویلی چې په افغانستان کې ښځې تر جګړې ورسته ډېری د سینې د سرطان له امله مری.
متخصص ډاکتران وایی، سرطان دوه لاملونه لری، یو یې ژینیټیکی دی چې مخنیوی یې ډېر ستونزمن دی او بل لامل‌ یې غیر ژینیټیکی دی چې د مخینوی وړ دی.
د وزن ډېروالی، د فزیکی فعالیت نشتوالی، د الکولی مشروباتو څښل، د حمل نه‌اخیستل، ماشوم ته شیدې نه ‌ورکول او د عمر ډېروالی د سینې په سرطان د اخته کېدو عمده لاملونه په ګوته کېږی.
متخصص ډاکترن وایی، که چېرې د سینې سرطان په وخت تشخیص او درملنه ‌یې وشی، د مخنیوی وړ ناروغی ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه شان وتلې سندرې غاړې اریانا سعید د سرطان پر وړاندې د مبارزې لپاره د ښه نیت سفیره اعلان کړه.
اغلې سعید په دې ناسته کې ژمنه وکړه چې د سرطان پر وړاندې د مبارزې لپاره به خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی او له خپلو مینه والو به وغواړی چې په دې برخه کې هر اړخیزه مبارزه وکړی.
دې وویل: «زه د یوې افغانې مېرمنې په توګه د خپل مسؤلیت ادا کولو په نیت دلته راغلې یم او یوه سپېڅلې دنده مې په غاړه ده چې ترسره به یې کړم، د سرطانی ناروغیو د پېښو کمولو لپاره د عامه پوهاوی دنده به په ښه توګه ترسره کړم او د خلکو په همکارۍ به له ټولو هڅو کار واخلم.»
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوس ‌مهال د سرطان د تشخیص او درملنې دوه مرکزونه د کابل په جمهوریت او استقلال روغتون کې فعالیت لری او تمه ده چې په راتلونکی کې د کابل په طبی پوهنتون کې هم یو مرکز جوړ شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.