د کابل د پروسې درېیمه غونډه به په نژدې راتلونکی کې په کابل کې جوړه شی

- ۱۰ حوت ۱۳۹۷

mandegarټاکل شوې چې د کابل د پروسې په درېیمه غونډه کې چې په نژدې راتلونکی کې په کابل کې جوړېږی، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه خبرې وشی.
نژدې یو کال مخکې د کابل د پروسې په دوهمه غونډه کې ولسمشر اشرف غنی د یوه بې ساری اقدام په ترڅ کې له طالبانو سره د بې قیده او شرطه خبرو اعلان وکړ.
چارواکی وایی، د کابل د پروسې په راتلونکی غونډه کې به چې وخت یې لا نه‌دی معلوم د سولې د روانو هڅو په اړه بحث وشی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدی له ازادی راډیو سره په خبرو کې په‌دې اړه نور جزئیات ورکړل: «له ۳۰ زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته به د کابل د پروسې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شی. بحثونه به د سولې په اړه وی، ځکه چې د سولې او د سولې د بهیر نوښت هم افغان حکومت کړی دی. تر اوسه مشخصه نېټه نه ورته لرو، خو ډېر ژر به یې جزئیات درسره شریک کړو. وروسته له دې چې نېټه یې معلومه شوه، بیا به په‌دې برخه کې کار پیل کړو.»
که څه هم حکومت د دې غونډې مشخصه نېټه نه‌ده ښودلې، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې د روسیې حکومت ته د کابل د پروسې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.
انټرفکس خبری اژانس د دې وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له قوله راپور ورکوی چې نوموړی وایی، دا غونډه د روانې کب میاشتې په ۱۶مه جوړېږی او بحثونه به یې د سولې د خبرو لپاره پر تیاریو او د افغانستان په قلمرو کې د ترورېزم پر ضد پر مبارزه متمرکز وی.
د کابل د پروسې د درېیمې غونډې د جوړېدو لپاره د تیاریو خبر په‌داسې حال کې ورکول کېږی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکایی پلاوی او د طالبانو د استازو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو پنځم پړاو پیل شوی.
که څه په‌دې خبرو کې د یوې دوه ورځنۍ وقفې خبر ورکړل شوی، خو ښکاری چې دواړو خواوو په‌دې خبرو کې پرمختګ کړی.
ښاغلی خلیل‌زاد پرون پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل چې دوی د تفاهم او بالاخره سولې پر لور ټکنی، خو استواره ګامونه اخلی.
د ۱۳۹۶ کال د کب په نهمه د کابل د پروسې په مخکینۍ غونډه کې ولسمشر غنی طالبانو ته د نړۍ په هرځای کې د بې قیده او شرطه خبرو وړاندیز وکړ او دې ډلې ته یې په پلازمېنه کې د دفتر د ورکولو او د سیاسی ګوند په توګه د رسمیت ورکولو ژمنه وکړه خو دې وړاندیز ته د طالبانو ځواب دا و چې دوی د سولې خبرو ته چمتو دی، خو نه له افغان حکومت سره بلکې له امریکا سره.
د امریکایی چارواکو او طالبانو ترمنځ له همغه وخته علنی خبرې او تماسونه پیل شول او دا دی د دوی په خبرو کې نسبې پرمختګ ترسترګو کېږی، مګر افغان حکومت د سولې له دې پروسې څخه چې خپل نوښت یې و، په حاشیه کې پاتې شوی خو ښایی افغان حکومت هڅه کوی چې د کابل د پروسې په درېیمه غونډه کې د سولې د هڅو واګی یوځل بیا په لاس کې واخلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.