په طبی برخه کې د هېواد پر ځینو خصوصی تحصیلی بنسټونو د فعالیت بندیز لګېدلی

- ۲۵ حوت ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایی، د دغه هېواد د کابینې د پرېکړې له مخې د یو شمېر خصوصی بنسټونو او لوړو زده کړو موسسو د طبی رشتو په برخه کې پر فعالیتونو بندیر لګېدلی دی.
په خصوصی پوهنتونونو کې د کانکور د ازموینې له اخیستو وروسته اوس د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایی، په ۶ خصوصی پوهنتونونو کې د طبی زده کړو د برخې کانکور ازموینه نه ده اخیستل شوې او ۲۰ نور پوهنتونونه د محصلینو له جذبه محروم ګنل شوی دی.
د دغه وزارت ویاند فیصل امین د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د کابینې له دغې پرېکړې وروسته دوی خپل وړاندېزونه چمتو کړی، تر څو په دې برخه کې لا غور وشی.
دی وایی: «لوړو زده کړو وزارت د کابینې فیصله تطبیق کړې او د هغو ۴۵ بنسټونو په اړه مې چې تاسو ته وویل، ۲۰ بنسټونه یې کمزوری وو او سږکال د محصلینو له جذب هم محروم دی او ۶ نور بنسټونه هم د اوس لپاره د طب پوهنځی په برخه کې فعالیت نشی کولای او بیا به هم د لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې زیات کار وکړی.»
ښاغلی امین وایی، د لوړه زده کړو وزارت تل د خصوصی پوهنتونونو او موسسو له کړنو ملاتړ او څارنه کوی.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، څه موده مخکې د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو یو ګډ پلاوی جوړ شو چې د خصوصی پوهنتونونو د طبی زده کړو په برخه کې څارنه وکړی.
ویل کېږی چې دغه پلاوی خپل راپور کابینې ته وړاندې کړ چې له هغې وروسته د افغانستان کابینې د کمزورو پوهنتونونو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.
د کابینې د پرېکړې په بنسټ، یو شمېر نورو پوهنتونونو ته هم وخت ټاکل شوی چې خپل فعالیتونه معیاری کړی.
دا خبرې داسې مهال مطرح کېږی چې تېره ورځ د افغانستان په ټولو خصوصی پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د لسانس او ماسټرۍ په کچه د کانکور ازموینې واخیستل شوې.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایی، دا مهال د ټول هېواد په کچه ۱۳۱ خصوصی پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت کوی.
له دې سره د روغتیایی برخې ځینی کارپوهان د کابینې له دغې پرېکړې هرکلی کوی او وایی، په ډېریو دغو شخصی پوهنتونونو کې هغه شرایط چې باید د طب پوهنځی یو محصل یې ولری، موجود نه دی.
د روغتیایی چارو پوه ډاکتر پرویز اقبال وایی: «هغه پوهنځی یې چې بند کړی، نه خو کوم مجهز لابراتوار لری او نه هم داسې روغتون شته چې دوی په کې عملی کار وکړی، که واقعاً داشان اقدامات او دقت وشی چې ستندردېزشن، کیفیت او معیاریتوب رامنځته شی او له امله یې داسې ډاکتران ټولنې ته وړاندې شی چې د خلکو په درد وخوړل شی، نو زه یې هرکلی کوم.»
که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په طبی برخه کې د امکاناتو مطابق د ښو خدمتونو د ترسره کولو خبره کوی، خو لیدل کېږی چې ګڼ شمېر افغانان د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو په ځانګړی ډول، پاکستان او هند ته مراجعه کوی چې عمده لامل یې د تکړه ډاکترانو نه شتون او د ناوغیو تشخیص ښودل شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.