د بشری حقونو کمېسیون: حکـومت دې پـوځـی او ملـکی اهـداف بېل او عملیـاتو کـې دقت وکـړی

- ۲۶ حوت ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په پوځی عملیاتو کې د ملکی تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه.
د دې کمېسون ویاند بلال صدیقی ازادی راډیو ته وویل چې حکومتی ځواکونه باید پوځی او ملکی اهداف بېل کړی او په عملیاتو کې دقت وکړی.
هغه وړاندیز وکړ چې حکومت غفلت کوونکی مجازات کړی.
بلال صدیقی پرون، د مارچ په شپاړسمه، ازادی راډیو ته وویل: «هغوی باید ملکی خلک له پوځیانو، ملکی سیمې له پوځی محلونو تفکیک کړی. متأسفانه، دوی یو کور بمباروی چې هلته ښځې او ماشومان وژل کېږی، یو بل کار چې حکومت یې کولای شی دا دی چې له هغو کسانو سره جدی برخورد وشی چې د ملکی تلفاتو سبب کېږی.»
د افغانستان د ولسی جرګې د دفاعی چارو د کمېسیون غړی علی اکبر قاسمی هم ورته نظر څرګند کړ.
هغه ازادی راډیو ته وویل: «امنیتی ځواکونه باید عملیات د دقیقو معلوماتو پر اساس وکړی او داسې ونه شی چې ځینې کسان د سیمه‌ییزو رقابتونو او ستونزو پر اساس ناسم معلومات ورکړی او زموږ امنیتی ځواکونه عمل ورباندې وکړی.»
قاسمی وویل چې وسله‌وال طالبان له ملکی وګړو د انسانی سپر په توګه کار اخلی.
د افغانستان ولسمشر پرون د مارچ په شپاړسمه په ارګ کې د امنیتی ارګانونو د مشرانو سره د ملکی تلفاتو د مخنیوی پر څرنګوالی خبرې کړی دی.
د ارګ خبرپانه وایی چې د امنیتی ادارو مشرانو او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په پوځی عملیاتو کې د ملکی تلفاتو د مخنیوی طرحه ولسمشر ته وسپارله.
په خبرپانه کې د ولسمشر ته د وړاندې شوې طرحې جزئیات نه‌دی څرګند شوی.
ولسمشر غنی تر دې مخکې ویلی و چې په پوځی عملیاتو کې د ملکی تلفاتو شمېر به صفر کړی، خو په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسی استازی دفتر یا یوناما د مارچ په څوارلسمه د ابتدایی څېړنو پر اساس وویل چې د مارچ په اتمه او نهمه نېټه د افغانستان د حکومت د پلویانو ځواکونو په درېیو عملیاتو کې ۲۴ ملکی وګړی وژل شوی وو.
یوناما وویل چې دا عملیات په ننګرهار، میدان وردګ او پکتیکا کې شوی وو.
د یوناما د خبرپاڼې په حواله، یوازې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې دیارلس ښځې او ماشومان د مارچ په اتمه وژل شوی وو.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوی چې ولسمشر محمد اشرف غنی پرون د امنیتی ادارو مشرانو ته سپارښتنه کړې چې د ټولو داسې پېښو په اړه تحقیق وکړی او جزئیات یې ورسره شریک کړی چې د ملکی تلفاتو ادعا په کې شوې ده.
په خبرپانه کې ویل شوی چې د حکومت رهبری د ملکی تلفاتو په اړه د معلوماتو نشتوالی نه‌شی منلای.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسی استازی دفتر یا یوناما د ۲۰۱۹ میلادی کال په فبرورۍ میاشت کې د ملکی مصؤنیت کلنۍ رپوټ خپور کړ.
د رپوټ له مخې، په ۲۰۱۸ میلادی کال کې تر ۳۸۰۰ زیات ملکی وګړی چې په هغه کې ۹۲۷ ماشومان هم وو، وژل شوی او تر ۷۱۰۰ زیات افغانان په جګړه کې زخمیان شوی دی.
د ملګرو ملتونو رپوټ وایی چې د افغانستان حکومت پلوی ځواکونه د ملکی تلفاتو د ۲۴ فیصده مسؤل دی.
د رپوټ پر اساس، د ملکی تلفاتو مسؤلیت په سلو کې ۱۴ د افغانستان امنیتی ځواکونو او په سلو کې شپږ نړیوالو قواوو ته ور اوړی.
همدا راز په سلو کې اوه دېرش ملکی تلفات د طالبانو، په سلو کې شل د داعش د خراسان ډلې او په سلو کې شپږ د نورو غیر مسؤلو وسله‌والو ډلو په حملو کې پېښ شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.