د داعش وسله والو په درې کلن سنګر کې د معارف زنګ و ټنګول شو

- ۰۴ حمل ۱۳۹۸

mandegarد ننګرهار ولایتی چارواکو د پوهنې تعلیمی کال د پیل زنګ د شنبې په ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ په هغه ښوونځی کې و کړنګاوه چې تېر درې کاله دا ښوونځی داعش وسله والو د سنګر په توګه کاراوه.
د ننګرهار والی شاه محمود میاخېل وایی، پخوا دا سیمه د جګړې مرکز و، خو نن د پوهنې د تعلیمی کال د پرانیستې مراسم په کې نیول شوی.
ده وویل: «دغه سیمه چې پخوا د داعش یا خراسان مرکز و، له نېکه مرغه د ولس په حمایت او د امنیتی ځواکونو پرمټ له وسله والو پاکه شوې او دلته د پاپین لېسه پس له درې کالو پرانیزو.»
د تېرو جنګونو له امله د دې ښوونځی ټولې ودانۍ ویجاړې شوی او اوس په همدې سیمه کې په یوه خېمه کې ښوونځی پیل شو.
د ننګرهار د معارف رئیس حسیب الله شینواری وایی، په پام کې لری چې په روان تعلیمی کال کې تر دوه سوو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړی.
ده وویل: «په دغه تعلیمی کال کې د پوهنې په سکټور کې تر دوه سوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړېږی چې اته ښوونځی په هسکه مېنه کې دی.»
د معارف ریاست مسؤلین وایی، په روان تعلیمی کال کې به په هغو ټولو سیمو کې ښوونځی پرانیزی چې پخوا د جګړو له امله تړل شوی وو او همدارنګه به دې ښوونځیو ته د لازمو اجناسو د کمښت ستونزه ورحل کړی.
د سیمې خلک وایی، په هغو سیمو کې چې داعش وسله والو فعالیت پکې کاوه، هلته نه یوازې د خلکو کورونه، بلکې کلنیکونه او د ښوونځیو ودانۍ هم په بشپړ ډول ویجاړې شوی او دوی ټینګار کوی چې ولایتی او مرکزی اداره دې د دې سیمو رغنیزو چارو ته پوره پام واړوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.