د سیمه ییزو پولیسو پر ځای دې ملی پولیس پیاوړی شی

- ۰۸ دلو ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې د ننګرهار ولایت مقام ویلی چې د څوارلسو ولسوالیو لپاره یې سیمه ییز پولیس منظور شوی، د ولسی جرګې او د دې ولایت د ولایتی شورا یوشمېر غړی وایی، په کار ده چې د سیمه ییزو پولیسو پر ځای ملی پولیس پیاوړی شی.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتی دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د دې ولایت ١۴ ولسوالیو ته ٢٢۵٠ سیمه ییز پولیس منظور شوی دی.
دغه پولیس به په دره نور، کوز کونړ، ګوشته، دوربابا، نازیان، اچین، کوټ، هسکه مېنه، چپلیار، پچیراګام، خوږیاڼی، شېرزاد، حصارک او بټی کوټ ولسوالیو کې ځای پر ځای شی.
د ننګرهار ولایتی شورا غړی ذبیح الله زمری له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې یوشمېر داسې ولسوالیو ته سیمه ییز پولیس منظور شوی، چې هېڅ امنیتی ستونزه په کې نشته او خلک له ملی پولیسو رضایت لری.
هغه وایی، په کار وه چې د دې پولیسو پر ځای د ملی پولیسو تشکیل پراخ شوی وای او ولسوالیو ته په ډېر شمېر کې استولی شوی وای، ځکه خلک له پولیسو سره ښه همکاری کوی.
نوموړی زیاتوی، سره له دې چې په یوشمېر سیمو کې به سیمه ییز پولیس ګټور تمام شی خو په ډېرو سیمو کې سیمه ییز پولیس ښه تجربه نه ده، نو ښه به وای چې پر ځای یې ملی پولیس پراخ شوې وای.
د ننګرهار د ولایتی شورا دغه غړی وایی، په یوشمېر ولسوالیو کې خلک له سیمه ییزو پولیسو سره موافق نه دی او بله دا چې داسې ولسوالیو ته سیمه ییز پولیس پلان شوی او ټاکل شوی، چې په هغو ولسوالیو کې امنیتی ستونزې شتون نه لری او دمګړۍ په کې امنیت تامین دی، لکه دره نور، کامه، ښېوه او ګوشته.
ښاغلی زمری زیاتوی، سیمه ییز پولیس هغو ولسوالیو او سیمو ته په کار دی، چې نا امنی په کې ډېره وی؛ نو په سروې کې دقت نه دی شوی او چارواکیو په کې غفلت کړی دی، چې اصلی سیمې یې نه دی په ګوته کړی.
دی وایی، سره له دې چې په ننګرهار کې تر اوسه خلک له سیمه ییزو پولیسو سر نه ټکوی، خو د دې پولیسو په راس کې کسان د سیمه ییز نفوذ، ګوندی او یا نورو اړیکو له لارې ټاکل کېږی، نه د وړتیا او ظرفیت له مخې.
همدارنګه د ولسی جرګې غړې سامعه خوږیاڼۍ ماندګار ورځپاڼې ته وویل، په کار ده چې د دې پولیسو په لیکو کې داسې کسان وګومارل شی، چې خلکو ته د منلو وړ وی او په سیمه کې نېک شهرت ولری.
د هغې په وینا، په کار ده چې ولس د پردیو مخه ونیسی، ولس خپله سیمه وساتی او د ناامنۍ مخه ونیسی نو هېڅکله به ستونزې پیدا نشی او نه به نا امنی رامنځته شی.
د اغلې خوږیاڼۍ په اند، په تېرو ټاکنو کې تړلی پوزونو ولا وسله وال راغلل د رایو صندوقونو مخې ته ودرېدل او خلکو ته یې اجازه نه ورکوله چې په ټاکنو کې برخه واخلی او یا خپله رایه وکاروی.
هغه وایی، دا روښانه نشوه چې دغه خلک د سیمې خلک و، له بلې سیمې نه راغلی او که پاکستانیان ول؟ خو لامل دا و چې د سیمې خلکو یې پر وړاندې اقدام ونه کړ.
د نوموړې په خبره، دا چې ننګرهار یو سرحدی ولایت دی او له پاکستان سره اوږده پوله لری او هر سړی کولای شی له پولې را واړوی، نو هیله منه ده چې سیمه ییز پولیس به د دغو کسانو په مخنیوی او ناامنۍ په کابو کولو کې اغېزمن تمام شی.
په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو دغه استازې زیاتوی، په کار ده چې ولس په خلکو سیمه ییز پولیس تحمیل نه کړی باید له خلکو او ولسی وګړو نه په دې برخه کې پوښتنې وشی؛ څو پایله یې ګټوره وی.
د هغې په وینا، یوشمېر هغو ولسوالیو ته چې نا امنی په کې نشته د سیمه ییز پولیسو له ورکړې سره یې مخالفه ده او په کار ده چې دغه سیمه ییز پولیس د دې ولسوالیو لکه ښېوه، کامه او دره نور، نورو نا امنه ولسوالیو لکه پچیر اګام، خوږیاڼی او نورو ته ورکړی څو هلته د نا امنۍ په لمنځه وړلو کې مرسته وکړی.
د دې په خبره، که چېرې ولس سیمه ییز پولیس وټاکی پایله به یې ښه او که نه حکومت یې پرې تحمیل کړی او په لیکو کې یې ټول ناسم او نااهله کسان چې خلک اوس هم ترې په تنګ دی، راشی نو پایله به یې ښه نه وی او نامنی او ستونزې به ورسره زیاتې شی.
مېرمن سامعې خوږیاڼۍ وویل، سیمه ییزو پولیسو ته د ښو او مناسبو کسانو غوره لاره له ولس، ولایتی شورا، ولسی جرګې، قومی مشرانو، دینی عالمانو او ښوونکیو سره مشوره او د هغوی په خوښه د کسانو ګومارل دی، که نه له دې پرته په خپل سر ټاکنه به ستونزې را ولاړې کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.