ډاکتـرانو او لابـراتـوارونـو ته د افغـانستان د عامـې روغتیـا وزارت خبـرداری

- ۱۷ حمل ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکترانو او لابراتوارونو ته خبرداری ورکوی چې د ناسم تشخیص په صورت کې به څارنوالۍ ته ور وپېژندل شی.
فیروز الدین فیروز د شنبې په ورځ د یاد مرکز په څنډه کې ازادی راډیو ته وویل، په دې برخه کې جدی څارنه کوی.
نوموړی زیاته کړه: «ټول خصوصی سکټور مجبور او مکلف دی چې له رامنځته شوی سټنډرده پیروی وکړی، که چېرې تطبیق یې نه کړی، د رامنځته شویو قوانینو پر بنست به لومړی سپارښتنه، بیا اخطار او څارنوالۍ ته معرفی کېږی.»
نصیر احمد د کابل ښار اوسېدونکی وایی، کله یې چې ورته وویل شول چې خور دې په سرطان اخته ده، اړ شو چې له ګڼو ستونزو سره سره د درملنې لپاره خپل ناروغ پاکستان ته بوځی.
خو په خبره یې چې وروسته دغه تشخیص ناسم ثابت شو.
دی وایی: «کله چې د خور معاینات مو ولېدل چې سرطان تشخیص شوی، ټوله کورنۍ مو په سختو اندېښنو کې شوه او بیا لاړو پاکستان ته، خو وروسته معلومه شوه چې تشخصیص سم نه و.»
دا یوازې نصیر احمد نه دی، د کابل ښار اوسېدونکی خالد هم ورته کیسه کوی.
دی وایی: «زمونږ دوستان وو، کله چې دلته یې د وینې سرطان تشخیص شو، په ډېر پور او زحمت هند ته لاړل، خو هلته چې لاړل، هېڅ هم نه وو، زما په نظر، د دې ځای روغتونونه معیاری نه دی، پیسې اخلی او سم تشخیص نه کوی.»
دوی وایی، په کابل ښار کې د ډاکترانو او لابراتوارونو پر تشخیص بې باوره شوی دی.
سرطان هغه ناروغی ده چې ډېر ځله سړی د مرګ تر کومې رسوی، نو ځکه که چاته ویل کېږی چې ناروغ مو په سرطان اخته دی، هغوی هر ډول ستونزې ته غاړه ږدی، خو نه غواړی چې د خپلې کورنۍ غړی له لاسه ورکړی.
په افغانستان کې د سرطان د تشخیص او درملنی امکان کم دی، خو د پراختیا لپاره یې هڅه کېږی.
په کابل کې د شنبې په ورځ د هستو پتالوژۍ په نوم د بېلابېلو ناروغینو د تشخصیص یو مرکز جوړ شو چې په کې د سرطانی ناروغیو تشخیص هم کېږی.
مخکې تر دې د کابل په جمهوریت او دغه شان ویل کېږی چې تر یوه حده د ماشومانو لپاره د فرانسې په طبی انسټیټیوټ او کیور روغتونونو کې دغه امکانات موجود وو.
په افغانستان کې ناسم تشخیص یوازې د سرطانی ناروغیو په برخه کې نه، بلکې د نورو ناروغیو په برخه کې هم په وار وار تر سترګو شوی او خلک یې له امله شکایات لری.
همدا لامل دی چې هر کال زرګونه افغانان نورو هېوادونو ته د درملنی لپاره سفر کوی چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په کلنی ډول شااوخوا درې سوه میلیونه ډالره پانګه له هېواده وځی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.