د افغانستان له کانونو ډېره ګټه څوک اخلی؟

- ۱۸ حمل ۱۳۹۸

mandegarد ولسمشر دوهم مرستیال وایی، که د افغانستان له کانونو څخه سمه ګټه واخیستل شی، دا هېواد به له دې لارې په یوه غنی هېواد بدل شی.
د افغانستان غنی کانونه چې ګټه یې د مافیا او جګړه مارو جیبونو ته ځی او له کلونو راهیسې افغان حکومت له دې درکه سلګونه میلیونه ډالر له لاسه ورکوی او هغه سیمې چې کانونه په کې موجود دی، زیاتره یې د طالبانو او یا هم د مافیا له لوری اداره کېږی.
د بدخشان ولایت اوسېدونکی وایی، په دې ولایت کې د طلا او لاجوردو کانونه چې میلیونونه ډالر پانګه ده، د مافیا له لوری په غیر قانونی او غیر مسلکی ډول کیندل کېږی او چور پرې ګډ دی.
دلته ننګرهار بیا هغه ولایت دی چې کلونه کېږی چې د جګړې شاهد دی، له طالب او داعش ډلې نیولې، تر مافیا پورې ځمکه یې سورۍ کوی او طبیعی زېرمې یې وړی.
ننګرهار اوسېدونکی وایی، کلونه کېږی چې د دغه شان پېښو شاهدان دی او وایی، مافیا او وسله والې ډلې په نیمو شپو کې د هېواد پر کانونو حملې کوی.
د دغه ولایت اوسېدونکې صدف په دې اړه وایی: «دولت په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی، خلاص لاس نه لری او حتی هیله نه لری، زورواکی او غیر مسؤل وسله وال کسان، مافیایی کړۍ او طالبان کانونه استخراجوی.»
په افغانستان کې د منرالونو او قیمتی ډبرو شمېر ۱۴۰۰ ډولونو ته رسېږی، مهمترین یې په دغه هېواد کې د بامیانو د حاجی ګک کان، د لوګرو مس عینک، د بدخشان طلا او لاجورد، د لوګر کرومایټ، د ډبرو سکاره، وسپنه، سپین زر، سرب، مرمر، د یورانیمو مینرالونه لکه یاقوت، زرمد فیروزه، مالګه او ځینی نور خام مواد د افغانستان له مهمو کانونو څخه دی.
ګل اغا یو بل کس دی چې لسګونه کاله کېږی چې د همدې پېښو شاهد دی او وایی، مافیایی کړۍ او جنګالی راځی د شپې له لوری کانونه استخراجوی. «له بده مرغه غله، جاسوسان او مافیایی کړۍ دغه پانګه په غیر قانونی توګه وړی چې زیاته ګټه یې هم دوی ته رسېږی، موږ له حکومته غواړو چې د دغو کسانو لاسونه ورلنډ کړی.»
په دې وروستیو کې بېلابېلو بنسټونو په ځانګړې توګه ګلوبل ویټنس په ډاګه کړې چې په افغانستان د کانونه له غیر قانونی او غیر مسلکی کیندنې له امله دغه هېواد په کلنی ډول سلګونه میلیونه ډالر له لاسه ورکوی.
له دې سره په خوا کې مافیایی کړۍ، جنګی ډلې او یوازې طالبان په کلنی ډول د افغانستان له کانونو شل میلیونه ډالر ترلاسه کوی.
له دې وړاندې افغان حکومت ویلی وو چې په کلنی ډول د کانونو له عوایدو ۴۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوی.
خو د شفافیت د څار بنسټ د راپور له مخې، د کانونو د عوایدو له درکه په کلنی ډول ۳۰۰ میلیونه ډالر د مافیایی کړیو او طالب جنګالیو جېبونو ته لوېږی.
د دغه بنسټ د موندنو له مخې، که د افغانستان له کانونو ښه ګټه واخیستل شی، افغانستان به غنی هېواد شی او پنځو لکو کسانو ته به د کار زمینه برابره شی.
بل خوا د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرورد دانش په تېرو اتلسو کلونو کې په دې برخه کې د حکومت په ځانګړې توګه د کانونو وزارت پر کړنو انتقاد کوی.
دی زیاتوی: «له بدغه مرغه ویل کېږی چې حکومت په دې برخه کې نه دی توانېدلی چې یوه دایمی ستراتیژی جوړه کړی، حکومت ملکف دی چې امن چاپېریال رامنځته کړی او حکومت له بې مسؤلیتۍ او غیر منصفانه برخورد سره مواجې دی چې کله اقتصادی مافیایی کړۍ او قاچاقبران د قانون له پلی کېدو تېښته کوی.»
په ورته وخت کې په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې سفیر پیری مایدون د غیر قانونی کانونو کیندل یوه بدبختی بولی او ټینګار کوی چې په دې برخه کې به له افغان حکومت سره په ګډه کار وکړی.
د افغانستان د کانونو وزرات سرپرست نرګس نهان په دغه وزارت کې د پراخو اصلاحاتو خبره کوی، خو تراوسه دغه وزارت نه دی توانېدلی چې په افغانستان کې په دې برخه کې د سلګونو میلیونو ډالرو د پانګې زمینه برابره کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.