داوودزی: طالبـانو سـره د خبـرو لپـاره له افغـانستانه یو لـوی پـلاوی قطـر ته ځی

- ۱۹ حمل ۱۳۹۸

د افغانستان د سولې په پروسه کې ځینی تازه پرمختګونه شوی دی.
حکومت ویلی چې له طالبانو سره د مشورتی خبرو لپاره له افغانستانه یو لوی پلاوی قطر ته ځی.
د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه له رسمی خبرو مخکې چې لا یې ترسره کېدل روښانه نه‌دی دواړو لورو په دوحه کې د یوې مشورتی ناستې لپاره د چمتووالی اعلان کړی دی.
د سولې عالی شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی وویل چې قطر ته به د ټول افغانستان په استازیتوب یو ټیم له طالبانو سره د مشورتی خبرو لپاره ولاړ شی.
ښاغلی داوودزی زیاته کړه: «قطر ته یو لوی پلاوی ځی چې له مقابل جانب سره چې د طالبانو تحریک دی له هغوی سره د نظریاتو تبادله کوی. مذاکراتی ټیم چې کله وټاکل شی مذاکره کوی او هغه نور ګامونه دی. اوس یو ټول‌منلی او پراخ ټیم له افغانستانه ځی، څو د افغانستان له اسلامی جمهوریته استازیتوب وکړی. په اصولو کې دا پرېکړه وشوه چې ژر به «دا ټیم» سفر کوی.»
مخکې له دې ویل شوی و چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره دا ناسته د اپرېل په ۱۴مې او ۱۵مې کېږی، خو ښاغلی داوودزی وایی چې د چهارشنبې په ورځ به‌یې نهایی نېټه په ډاګه کړی.
ښاغلی عمر داوودزی وویل، قطر ته د یوه لوی ټیم په استولو باندې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وری ۱۸» په ارګ ماڼۍ کې د مصالحې د عالی شورا په لومړۍ ناسته کې پرېکړه وشوه.
د مصالحې په عالی شورا کې ولسمشر اشرف غنی، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، جهادی رهبر عبدرب رسول سیاف او ګڼو نورو مخورو سیاسیونو برخه اخیستې وه.
د مصالحې عالی شورا اکثر غړی هماغه کسان و چې په فبروری کې له طالبانو سره په مسکو کې ناست وو، خو حکومت ویلی و چې دوی کوم اجرایی واک نه‌لری.
د افغانستان نړیوال متحدین بیا په‌دې باور دی چې له طالبانو سره خبرې یوازې په حکومت پورې تړلې نه‌دی، بلکې یو لوی ټیم ورته په‌کار دی چې د ټولو استازیتوب وکړی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد د یکشنبې په شپه ویلی، له دې خوښ دی چې حکومت او سیاسی مشران د دوحې د راتلونکې اوونۍ خبرو لپاره سره یوځای شوی.
خلیل‌زاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلی چې له افغان ولسمشر اشرف غنی او نورو مشرانو سره‌یې خبرې کړی، څو څنګه په ګډه او ښه توګه د دوحې په بین‌الافغانی خبرو کې سولې ته د رسېدو لپاره ګډ اهداف مخته یوړل شی.
د ناټو لوړپوړی ملکی استازی نیکلاس کې هم «د جمعې په ورځ» «۱۳۹۸ کال د وری ۱۶» له ازادی راډیو سره په ځانګړې مرکه کې له طالبانو سره د خبرو لپاره په کابل کې د یوې اجماع د رامنځته کېدو هڅې وستایلې.
نوموړی ویلی: «په پای کې باید د افغانستان حکومت د سولې د معاملې موافقه وکړی. افغان حکومت د دغه هېواد منتخب او مستقل حکومت دی، خو دا په یوازې د حکومت کار هم نه‌دی. په څو وروستیو ورځو کې په کابل کې زیات پرمختګ شوی، ځکه له ټول هېواده سیاسی مشران له ولسمشر غنی سره راټول شوی، څو له طالبانو سره د احتمالی خبرو لپاره یو واحد ټیم رامنځته کړی.»
طالبانو د افغانستان د مصالحې عالی شورا د یکشنبې ورځې تر تصامیمو وروسته د شپې ناوخته اعلان وکړ چې په دوحه کې به له افغان سیاستوالو سره د دوی ناسته یوازې د نظریاتو او د پالېسیو د تبادلې لپاره وی.
دې ډلې د دوحې په ناسته کې د چارواکو له حضور سره مخالفت نه‌دی ښودلی، خو شرط‌یې دا ایښی چې که د حکومت چارواکی برخه اخلی یوازې دې د افرادو په توګه خپل شخصی نظریات وړاندې کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.