د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولی

- ۲۳ حمل ۱۳۹۸

mandegarد سره صلیب نړیوالې کمېټې د طالبانو له ګواښ وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولی.
د دغې کمېټې رسنیز مسؤل روبین واودا نن ازادی راډیو ته وویل، تر کومې چې د سره صلیب د کارکوونکو د خوندیتوب موضوع هواره نه‌شی، تر هغې به یې فعالیتونه ځنډېدلی وی.
نوموړی وایی: «موږ د طالبانو اعلامیه ولیدله او پرېکړه مو وکړه چې پرته له امنیتی ضمانته باید خپل فعالیتونه ودروو، له همدې امله د سره صلیب نړیواله کمېټه نه‌شی کولی چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمات ورسوی.»
ښاغلی واودا وایی، د سره صلیب نړیواله کمېټه هڅه کوی چې دغه ستونزه له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې هواره کړی.
دا په‌داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان او سره صلیب پر فعالیتونو بندیز لګولى او د دغو ادارو د کارکوونکو له امنیتی ضمانت څخه لاس په سر شوی دی.
د وسله‌والو طالبانو له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلی چې په افغانستان کې جنګی وضعیت ته په کتو یو شمېر مرستندویه ادارې په‌‌دغه هېواد کې خپل فعالیتونه په سمه توګه پرمخ نه وړی.
په اعلامیه کې راغلی چې د روغتیا نړیوال سازمان او سره صلیب پر خپلو هغو ژمنو هم عمل نه‌دی کړی چې له اسلامی امارت سره یې د خپلو فعالیتونو په اړه کړې وې.
د روغتیا نړیوال سازمان او حکومت تردې دمه په‌دې اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.
په افغانستان کې د سره صلیب د فعالیتونو له ودرېدو سره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اندېښنه ښیی او وایی چې په جنګ کې ښکېل اړخونه باید د خیریه موسسو د فعالیتونو مخه ونه نیسی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سره صلیب پر کمېټې د طالبانو له ګواښ وروسته اندېښنه ښیی او وایی، په جنګ کې ښکېل اړخونه باید د خیریه موسسو د فعالیتونو خنډ نه شی.
د دغه وزارت ویاند وحید مایار ازادی راډیو ته وویل، سره صلیب د افغانستان د عامې روغتیا همکاره موسسه ده او که فعالیتونه یې وځنډېږی، د ملکی کسانو درملنه به ستونزه منه شی.
ده وویل: «د عامې روغتیا وزارت یو غیر سیاسی بنسټ دی، موږ روغتیایی خدمات د هېواد په هرځای کې له هر ډول تعصب پرته وړاندې کوو، هر تصمیم چې د روغتیایی خدماتو په برخه کې ستونزه رامنځته کړی، یوازې دغه وزارت ته نه، بلکې د ټولو افغانانو د اندېښنې وړ ده.»
ښاغلی مایار په جنګ کې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې په هېواد کې د خیریه موسسو او په تېره د سره صلیب د کمېټې د فعالیتونو مخه ونه نیسی.
د سره صلیب کمېټه له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې د جنګ د ټپیانو درملنه کوی او خوندی ځایونو ته یې لېږدوی.
دغه کمېټه سره له دې چې د خپلو فعالیتونو له ودرېدو خوښه نه ده، خو هیله ښیی چې د رامنځته شوې ستونزې حل ته دې ژر تر ژره د حل یوه لاره وموندل شی.
د یادې کمېټې د عامه اړیکو مسؤل رابین ازادی راډیو ته وویل: «موږ سخت اندېښمن یوو، خو تر بیان مخکې هم موږ بشری وضعیت ته خورا اندېښمن وو، ځکه چې په زرګونو کسان شخړو اغېزمن کړی او هغه مرستې چې دوی اړتیا ورته لرله، هغه یې نه دی ترلاسه کړی، په ګڼ مېشتو سیمو کې ښایی د عملیاتو پرمهال څوک ټپی شی، برید پرې وشی، د کورنیو غړی سره بیل شی، نو موږ ډېر زیات اندېښن یوو او له دې سره وضعیت نور هم خرابېږی.»
د کورنیو چارو وزارت وایی، هڅه کوی چې سره صلیب او داسې نورو همکارو موسسو ته امنیتی شرایط برابر کړی.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمی وویل: «امنیتی ځواکونه باید د سره صلیت او نورو ټولو خیریه مراجعو سره ولاړ وی، کومې مراجعې چې خدمات رسوی، موږ ورته امنیتی تدابیر لرو، خو سور صلیت کله کله لېرې پرتو سیمو ته هم ورځی، که ضرورت شی، دوی حاضر دی چې هلته یې هم امنیت ونیسی.»
په افغانستان کې یوازې د سره صلیب کمېټه نه ده چې د جنګ له امله له ستونزو مخ ده، بلکې داسې نورې خیریه موسسې هم شته چې د جنګونو له امله نه شی کولی چې خلکو ته خدمات وړاندې کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.