کورنیو چارو وزارت: د اړتیا په صورت کې به د مشرانو جرګې له رئیسه هم پلتڼې وشی

- ۰۴ جوزا ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مشرانو جرګې له رئیسه د هغه د یوه سلاکار چې له ترورېستانو سره د لاس درلودو شک پرې کېږی، د احمتالی څېړنو خبر ورکوی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، د مشرانو جرګې د رئیس فضل الهادی مسلیمار له مشاور حاجی دلاور چې د ترورېستانو د ملاتړ او ساتنې تور پرې پورې دی، هر اړخیزې او ژورې څېړنې روانې دی.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمی د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د اړتیا په صورت کې به د مشرانو جرګې له رئیسه هم په دې اړه پلتڼې وشی.
ده وویل: «هر اړخیزې پلټنې کېږی، که اړتیا شوه له ښاغلی مسلیماره هم تحقیق کېږی، په هغه صورت کې به د هېواد له نافذه قوانینو سره سم هغه (مسلیمار) راوغوښتل شی، څو موضوع معلومه شی، ذره ذره پلټنې کېږی او موږ غواړو چې د موضوع عمق ته داخل شو، هر څوک چې له نوموړی سره لاس ولری، موږ به ورسره جدی او قانونی چلند وکړو، ځکه د ترورېستانو ملاتړی دی.»
فضل هادی مسلمیار زموږ بیا بیا اړیکو ته ځواب را نه کړ.
خو د مشرانو جرګې د دارالانشاء رئیس مقتدر ناصری وایی، حاجی دلاور افتخاری مشاور و او ماموریت یې د ۱۳۹۷ کال په حوت میاشت کې پای ته رسېدلی دی.
دی وایی، حاجی دلاور د مسلمیار په سپارښتنه د مشاور په توګه ګمارل شوی و.
ده وویل: «دی تېر کال زموږ افتخاری مشاور و، خو اوس نه دی، دنده یې په مشرانو جرګه کې د ۱۳۹۷ کال د حوت په میاشت کې پای ته رسېدلې، څرنګه چې هغه سوداګر و، ویې نه غوښتل چې له موږ سره خپلې دندې ته دوام ورکړی.»
دی وایی، د حاجی دلاور د هویت کارت د تېر کال دی او که ګټه یې ترې اخیستې وی په دلاور پورې اړه لری، نه په مشرانو جرګې پورې.
له حاجی دلاور سره د ښاغلی مسلمیار یوځایی عکسونه د ټولنیزو شبکو پر پاڼو هم خپاره شوی دی.
د مشرانو جرګې مرستیال فیصل سمېع وایی، د موضوع د ښه روښانتیا لپاره د لویې څارنوالۍ څېړنو ته په تمه دی.
حاجی دلاور د ترهګرو د ملاتړ او د چاودېدونکو موادو، زرهی موټرونو، جعلی نمبر پلېټونو او د څو پاکستانی پېژندپاڼو د انتقال او ساتنې په تور نیول شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.