طالبانو د سولې د هڅو له ټینګار سره سره ولې مرګونو بریدونو ته زور ورکړی؟

- ۱۱ جوزا ۱۳۹۸

mandegarپه داسې حال کې چې کوچنی اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دی او عام افغانان د اختر په چمتووالی بوخت دی، وسله والو طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې مرګونو بریدونو ته زور ورکړی دی.
وسله والو طالبانو د جمعې په شپه د ارزګان په چارچینو ولسوالۍ کې پر امنیې قوماندانۍ او د ملی اردو پر یوه کمپ د څلورو هاموی موټرو په وسیله بمی بریدونه کړی چې د د ولایتی شورا د مرستیال محمد کریم کریمی په وینا، ودانۍ یې په بشپړه توګه ویجاړې کړی او نولس افغان سرتېری یې وژلی دی.
ده وویل: «تقریباً اته تنه ملی پولیس شهیدان شوې، شپږ ټپیان دی او همدارنګه د ملی اردو ۱۱ سرتېری شهیدان شوی دی.»
ښاغلی کریمی ازادی راډیو ته وویل، د څه وخت لپاره طالبانو دا ودانۍ نیولې وې، خو وروسته د نړیوالو ځواکونو هوایی بریدونو وسله وال طالبان له دې ځایه په شا کړل.
بل خوا د ارزګان امنیه قوماندان محمد خطاب خنجری ازادی راډ‌یو ته وویل، له دې ولسوالۍ یې وسله وال طالبان په شا کړی او د هغوی ۳۲ وسله یې وال وژلی دی.
نوموړی افغانستان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتل منلی، خو د جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې.
په هرات کې د اوبه ولسوالۍ امنیې قوماندان محمد رفیق الکوزی په سیمه کې د ازادی راډیو خبریال ته ویلی چې د جمعې په شپه وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د عامه محافظت د ځواکونو پر پوستو بریدونه کړی چې د عامه محافظت شپږ سرتېری او څلور ملکیان یې وژلی دی.
د نوموړی په وینا، په دې بریدونو کې لس پولیس او درې ملکیان ټپیان شوی هم دی.
د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې هم د حکومتی ځواکونو او طالبانو تر منځ د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوې دی.
د فاریاب د ولایتی شورا مشر خبرداری ورکړی چې که کوهستان ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه ونه رسېږی، دا ولسوالی د طالبانو لاس ته لوېدای شی.
نوموړی ویلی چې د پنجشنبې له ورځې راهېسې په دې ولسوالۍ کې د روانې جګړې په ترڅ کې د افغان امنیتی ځواکونو ۱۶ سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دی.
پر دې سربېره د جمعې په سهار د کابل ښار په ختیځ کې هم یوه ځانمرګی بمی برید د چارواکو په وینا څلور ملکی افغانان وژلی او درې نور یې ټپیان کړی دی.
په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو یوه ویاند ویلی چې دې برید د دوی څلور سرتېری هم برسېرن ټپیان کړی دی.
وسله والو طالبانو د کوچنی اختر په درشل کې خپلو بریدونو ته په داسې حال کې زور ورکړی چې د دې ډلې ۱۴ کسیز پلاوی تازه په مسکو له یو شمېر افغان سیاستوالو سره د افغانستان پر سوله خبرې کړی.
دې ډلې چې د عمومی اوربند غوښتنه یې رد کړې، د روژې په میاشت کې هم په ورځنۍ توګه مرګونو بریدونو ته دوام ورکړ او تر اوسه پورې یې په راتلونکې کوچنی اختر کې هم د اوربند غوښتنه نه ده منلې.
طالبان چې له یوې خوا د سولې پر هڅو ټینګار کوی، له بلې خوا یې ولې مرګونو بریدونو ته زور ورکړی؟
لیکوال او د سولې فعال نجیب ننګیال وایی، ښایی دا د سولې په پروسه کې د طالبانو د امتیاز اخیستلو د هڅو برخه وی.
نوموړی وایی، په ښارونو کې د طالبانو له خوا په دې خاطر هم بریدونه زیات شوی چې د جګړې په جبهو کې د حکومتی ځواکونو وروستیو عملیاتو او بمباریو د دې ډلې جنګیالی ځپلی، ځکه خو دوی په ښارونو کې بریدونه او هدفی وژنې زیاتې کړی.
ښاغلی ننګیال یې درېیم سبب دا یاد کړ چې د سیمې یو شمېر هېوادونه د افغان حکومت د سولې له اوسنۍ پالېسۍ خوښ نه دی او غواړی چې پر افغان حکومت فشار راوړی چې د دوی پر شرایطو سوله ومنی.
ده وویل: «غواړی چې پر افغانستان حکومت فشار واچوی، ملکی مرګ ژوبله زیاته شی، د طالبانو بریدونه او چاودنې چې د خلکو له قهر سره مخ شی او په حکومت باندې خلک فشار راوړی، څو هغو غوښتنو ته غاړه کېږدی چې د طالبانو او د سیمې د هېوادونو غوښتنې دی، څو د سولې پروسه د دوی په خوښه مخکې ولاړه شی.»
ښاغلی ننګیال په دې تاوتریخوالو کې د افغان وګړو درنې مرګ ژوبلې ته په اشارې وایی، دا د دې څرګندوی دی چې طالبان له سیاسی بهیر سره د یو ځای کېدو نیت یا په دې اړه لرلید نه لری.
نوموړی وایی، په افغانستان کې پخوانیو تجربو ښودلې، هغوی چې ملکی خلک یې وژلی او له تاوتریخوالی یې لاس نه دی اخیستی، هغوی چې په سیاسی بهیر کې شامل شوی هم دی، خلکو ورته په درنه نه دی کتلی.
وسله وال طالبان بیا پر ملکیانو د بریدونو خبره نه منی او ادعا کوی چې هدف یې افغانستان سرتېری او بهرنی ځواکونه دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.