د افغانستان د انتخاباتی بودجې لپاره د نړېوالې ټولنې شرطونه څه دی؟

- ۱۸ جوزا ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، نړېوالې ټولنې د ټاکنو د بودجې د ورکړې لپاره د یو شمېر معیارونو په بشپړولو ټینګار کړی.
د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، لاهم نړېوالې ټولنې د انتخاباتو بودجه د دوی په واک کې نه ده ورکړې.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست ازادی راډیو ته وویل چې د ټاکنو د امنیت خوندیتوب، د معیارونو بشپړول، ظرفیت جوړونه او په ټاکلی وخت د موادو انتقال د نړېوالې ټولنې له لوری له مهو شرایطو دی.
خو نوموړی وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د یو شمېر دغو غوښتنو عملی کول نا ممکن دی.
ده وویل: «نړېواله ټولنه یو ریالیستیک پلان غواړی، دا په دې معنا چې یو حقیقی پلان باید موجود وی او هغه معیارونه چې نړېوالې ټولنې کمېسیون ته ټاکلی، پوره کړی، خو یو شمېر معیارونه چې د افغانستان په عمومی وضعیت پورې تړاو لری، نړیواله ټولنه یې باید درک کړی، د کمېسیون امکانات په پام کې ونیسی، ځکه کمېسیون د کومې معجزې توان نه لری.»
د بودجې ترڅنګ ناامنی هم د کمېسیون د کارونو په مخ کې لوی خنډونه جوړ کړی.
دغه کمېسیون وایی، نړېوالې ټولنې ته دا ډاډ نه شی ورکولی چې په ټولو مرکزونو کې به انتخابات ترسره کړی.
د رأیې ورکونې د مرکزونو کمول د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په مخ کې له نورو خنډونو شمېرل کېږی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر دې مخکی ویلی چې په څه باندې ۷۳۰۰ مرکزونو کې انتخابات ترسره کېږی، خو تېره اوونۍ یې اعلان وکړ چې د ناامنیو له امله له ۲۰۰۰ په زیاتو مرکزونو کې انتخابات نه ترسره کېږی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تردې مخکی ویلی، د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې، د ولایتی شوراګانو او په غزنی کې د ولسی جرګې انتخابات به د میزان به ۶مه ترسره شی چې ۱۳۲ میلیونه ډالر بودجې وړاندېز یې وکړ.
له دغه وړاندیز وروسته د افغانستان حکومت وویل چې د بودجې ۲۰ سلنه دوی ورکوی، چې له دې لږ ځنډ وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له خپلې پرېکړې په شا شو او ویې ویل چې د تلې په ۶مه یوازې ولسمشریز انتخابات ترسره شی.
بل‌ خوا د انتخاباتو څارونکی بنسټونه او په تېره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وایی، په کمېسیون کې شته ظرفیتونو ته په کتو دوی به ونه توانېږی چې دا معیارونه بشپړ کړی او دا انتخابات به هم د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو غوندې له ننګونو سره مخ وی.
د دې بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید وایی: «مونږ په جدی ډول د دې پلوی یوو چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مخکی تر دې چې بودجه ورته په مشروط ډول ورکړل شی، باید مونږ ډاډه شو چې شفاف او نسباً ښه انتخابات به ترسره کوی.»
ښاغلی رشید وایی، کمېسیون خپل استقلالیت نه لری، نو ځکه نه شی کولای چې عملیاتی پلان په خپل وخت عملی کړی.نوموړی ټینګار وکړ، تر کومه چې د کمېسیون غړی عملی اقدامات ونه کړی، روانې چارې به ټکنۍ او ممکن د میزان په ۶مه انتخابات ترسره نه شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.