د انتخاباتو کمېسیون: نږدې یو لکو ۲۳ زرو کسانو تقویتی نوم لېکنه کړې

- ۰۲ سرطان ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، له غزنی پرته په ټول هېواد کې تر دې مهاله د راتلونکو انتخاباتو لپاره نږدې یو لکو ۲۳ زرو کسانو تقویتی نوم لېکنه کړې.
په داسې حال کې چې د تقویتی نوم لیکنې د بهیر پای ته رسېدو ته شپږ ورځې پاتې دی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، یو لکو ۲۲ زرو او ۶۹۰ کسانو نوم لېکنه کړې ده.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمی د یکشنبې د ورځې ماسپښین د دغو څزګندونو تر څنګ ازادی راډیو ته وویل، کمېسیون په پلان کې نه لری چې دا بهیر د نورو ورځو لپاره هم وغځوی.
دی وایی: د بهیر د غځولو لپاره تر اوسه کوم بل انتخاب نه لرو، هدف همدا دی چې مونږ باید د سرطان د میاشتی تر ۸مې نېټې پورې دا بهیر بشپړ کړو، ټول وګړی کولای شی چې په همدې موده کې نوم لیکنه وکړی او د رأیې ورکوونې له حقه برخمن شی.
د تقویتی نوم لیکنې بهیر د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې په ۴۵۸ مرکزونو کې خو د غزنی ولایت چې عمومی نوم لیکنه ده، په ۲۴۷ مرکزونو کې په عمومی ډول پیل شوې ده.
د ولسی جرګې د انتخاباتو لپاره په غزنی ولایت کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر نه و ترسره شوی.
د نوم لیکنې په تقویتی بهیر کې هغه کسان چې د تېر کال د نوم لیکنې له پروسې پاتې وی، تازه ۱۸ کلن شوی او یا له بهره راستانه شوی کسان او د کومو کسانو چې پېژندپاڼې سوځېدلی او یا ورکې شوې وی، شامل دی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، تېر کال د ولسی جرګې په انتخاباتو کې د ګډون په هدف له غزنی پرته په ټول هېواد کې نهه میلیونه او پنځه سوه زرو کسانو نوم لیکنه کړې وه.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا په دغه بهیر کې د کسانو د کمې نوم لیکنې په موضوع اندېښنه څرګندوی او وایی، کمیسیون په دې برخه کې خپل بشپړ مسؤلیت نه دی ادا کړی.
د دغه بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید وویل: له شک پرته چې دامهال د تقویتی نوم لیکنې بهیر ورو مخکې ځی او شمېره ډېره ټیټه ده، کمېسیون باید په پاتې ورځو کې هم مطالعه وکړی او که چېری په راتلونکو ورځو کې دا بهیر چټکېږی، باید پروسه وغځوی.
ټاکل شوې چې ولسمشریز انتخابات د روان کال د میزان د میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ډاډ ورکوی چې دا انتخابات به په بشپړ چمتووالی او شفاف ډول ترسره شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.