- ۰۴ سرطان ۱۳۹۸
د شمالی اتلانتیک سازمان یا ناټو تړون ۴۱ غړو او شریکان روانه اوونۍ د بروکسل پلازمېنه بلجیم کې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه بحث کوی.
د ناټو ۲۹ غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ ناسته د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بروکسل کې د دغه سازمان په مقر کې ترسره کېږی.
د ناټو د عمومی منشی مرستیال ویاند پیرز کزالی د ناټو دفاع وزیرانو د بحثونو د اجنډا په اړه ازادی راډیو ته وویل: «د افغانستان په اړه په ناسته کې تمه کېږی چې زموږ دفاع وزیران یوه سولهییز جوړجاړی ته د رسېدو په خاطر د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له هڅو یو وار په بشپړه توګه ملاتړ وکړی. ترڅنګیې تمه ده چې د ناټو دفاع وزیران د افغانستان په اړه خپلې اوږد مهالې ژمنې بیا نوې کړی، په خاصه توګه د افغان پوځیانو او امنیتی ارګانونو د لا پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې.»
کزالی زیاته کړه چې د افغانستان ترڅنګ د ناټو دفاع وزیران د دغه تړون د دفاعی لګښتونو او هم د منځنۍ کچې د اټمی ځواکونو د تړونونو په اړه بحث کوی.
کزالی وویل، د امریکا او روسیې ترمنځ د سړې جګړې د وخت دا تړون په بد وضعیت کې دی.
هغه زیاته کړه چې د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې به له روسیې وغوښتل شی، څو د دغه تړون رعایتولو ته غاړه کیږدی: «خو د داسې یوه کار لپاره روسیه باید ځینی راکټونه او راکټ لانچرې د اګست تر دوهمې لهمنځه یوسی، خو هېڅ داسې نښه نهګورو چې روسیه دې بیا د دغه تړون رعایت ته غاړه کېږدی.»
واشنګتن او مسکو د ۱۹۸۷ میلادی کال د منځنۍ کچې اټمی ځواکونو په تړون کې خپل ګډون سږ کال وځنډاوه.
په فبروری کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ مسکو د یوه راکټی سیستم د نصب په خاطر د تړون په ماتولو تورن کړ. روسیې دا تورونه رد کړل.
د ناټو د عمومی منشی مرستیال ویاند پیرز کزالی وایی، پهدې غونډه کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ عمومی قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د ناټو لوړپوړی ملکی استازی نیکلاس کې، د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د ملګرو ملتونو، اروپایی ټولنې او نړیوال بانک استازی برخه اخلی.
لندن مېشتی سیاسی کارپوه ولی اریا وایی، په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې او د میزان په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو په څېر له شته ننګونو سره سره ناټو به په دې برلاسې وی چې په دغه هېواد کې د سولې په ټینګښت کې مهم رول ولوبوی.
ولی اریا ازادی راډیو ته وویل: «پهدې مرحله کې تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې ډاډ حاصل شی چې د طالبانو ټول مخالفین هم افغانان او هم غیر افغانان پهدې سلا وی چې د قوت له دریځه له طالبانو سره خبرې وکړی. ناټو د یوه اتحاد په توګه پهدې برخه کې ښه کار کولای شی.»
ناټو او شریکانو یې په ۲۰۱۸ میلادی کال کې د بروکسل په ناسته کې ژمنه وکړه چې افغان پوځیان به تر ۲۰۲۴ کاله تمویلوی.
د افغان پوځیانو د تأمین لګښت پنځه میلیارده ډالره اټکل کېږی چې ډېره برخهیې متحده ایالات ورکوی.
ناټو او ملګری یې افغان پوځیانو ته د درېیو صندقونو له لارې پیسې ورکوی. یو یې د ملی اردو د مرستو صندوق دی.
ناټو وایی، د ۲۰۱۹ میلادی کال د مې تر نیمایی پورې مرستندویه هېوادونو له دغه صندوق سره دوه میلیارد او ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
• د لارې د سر خنډونه
د ملاتړ او ډاډګېرنې ترڅنګ ځینې ستونزې هم موجودې دی. پهدې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو یوې څارونکې ادارې ویلی چې د څار کمی د افغان پوځیانو پرمختګ پڅ کړی دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د مرستو پر سر د څار ادارې سیګار د جون په ۲۰مه کانګرس ته خپل ۲۱۰ مخیزه راپور ولېږه.
په راپور کې راغلی چې متحده ایالاتو پر افغان ځواکونو نږدې ۸۴ میلیارده ډالره مصرف کړی دی، خو په دوام کې دا ویل شوی چې د افغان پوځیانو په لیکو کې د تلفاتو او له دې پوځ د سرتېرو د تېښتې کچه لا هم لوړه ده او دا چې دا پوځیان د ادارې، همغږۍ او تدارکاتو په برخه کې ستونزې لری.
د دغه راپور په یوه برخه کې راغلی: «په افغانستان کې د امنیتی برخې سره د مرستو هڅې د متحده ایالاتو د پوځ او د امریکا د سفارت ترمنځ د روښانه ارتباطاتو د کمښت په خاطر له خنډ سره مخ شوی دی.»
د ناټو د عمومی منشی مرستیال ویاند پیرز کزالی هم دا ستونزه منی.
دی وایی، د افغانستان د روانې وضعې د ښهوالی او د افغان پوځیانو د لا تقویت او پرمختګ لپاره هڅې کېږی.
ناټو په ۲۰۱۴ میلادی کال کې په افغانستان کې خپل محارب مأموریت پای ته ورساوه.
له هغه وخت راهیسې افغان پوځیانو سخته هڅه کړې چې طالب ترهګر د افغانستان کوم ولایت نیولو ته پرینهږدی.
متحده ایالات په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ زره پوځیان لری. ګڼ دا پوځیان د قاطع ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د افغان پوځیانو په مشورې، روزنې او مرستې بوخت دی.
د امریکا متحده ایالاتو ځینی پوځیان بیا د طالب اورپکو او داعش یا اسلامی دولت ډلې پر ضد په بېلابېلو پوځی عملیاتو کې برخه اخلی.
ټول ټال په افغانستان کې د ناټو د پوځیانو شمېر څه باندې ۱۷ زرو ته رسېږی.
• د سولې د هڅو زیاتوالی
د افغان پوځیانو د پیاوړی کولو ترڅنګ متحده ایالاتو په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف هڅې هم زیاتې کړې دی.
د افغانستان د سولې په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی تر اوسه څو واره د طالب اورپکو له لوړپوړو مشرانو سره خبرې کړی، څو دا ډله سولې ته وهڅوی.
هغه تازه په خپل ټویټر لیکلی راروانه شنبه چې د جون ۲۹مه کېږی له طالبانو سره د خبرو راتلونکی دور پیلوی.
له دې مخکې دواړو لورو ویلی چې د دوو مهمو مسایلو پر مسودې موافقې ته رسېدلی:
• له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل
• او له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې امنیتی ضمانتونه.
خو خلیلزاد بیا ویلی، ترڅو چې په ټولو مواردو موافقه نهوی شوی په هېڅ شی موافقه نهکېږی.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد بیا وایی:
• له افغانستان خاورې د ترورېستانو د نهکارونې ډاډ.
• له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل.
• سیاسی جوړجاړی ته د رسېدو په هدف د بینالافغانی خبرو پیل.
• او دایمی اوربند د ده لپاره څلور مهم اهداف دی.
د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره له مخ په زیاتېدونکو هڅو سره سره بیا هم د دې ډلې مشر ملا هبتالله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې د اوربند لپاره هیلهمندۍ سړې کړې او یو ځل بیا یې افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غنی په مشرۍ له افغان حکومت سره هر ډول خبرې رد کړې.
تمه ده افغان ولسمشر اشرف غنی د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۷مه اسلاماباد ته سفر وکړی.
هغه مخکې له مخکې هیله ښودلې چې د سولې په برخه کې همکاری وکولای شی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کلونو بېباوری ځای ونیسی.
تازه پاکستان د افغانستان د سولې په اړه د یوې ناستې کوربه هم و.
پهدې ناسته کې چې د لاهور پروسې نوم ورکړل شوی و د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور د احیا کولو د غوښتنې تر څنګ وویل: «پاکستان له داسې یوه افغانستان ملاتړ کوی چې له خپل ځان او خپلو ګاونډیو سره په سوله کې وی.»
Comments are closed.