نظام الدین قیصاری وایی «فدایان»یې چمتو دی چې پر جنرال دوستم انتحاری حمله وکړی

- ۰۴ اسد ۱۳۹۸

mandegarنظام الدین قیصاری وایی، داسې فدایی کسان لری چې حاضر دی پر جنرال دوستم ځان وژونکې حمله وکړی. پرونی دوستان، نننی رقیبان نظام‌الدین قیصاری چې د ولسمشر د لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له نږدې کسانو ګڼل کېده، اوس د ښاغلی دوستم پر وړاندې تر دې حده ولاړ دی چې وایی، د ده ملګری حاضر دی چې پر جنرال دوستم ځان وژونکی برید ترسره کړی.
دی زیاتوی: «زه په همدغو ځوانانو باور لرم چې سل په سلو کې ولاړ دی، د ځان وژونکو په توګه دی. د طالبانو انتحاری نه‌دی، خو دا چې زه پرې ګران یم، وایی ځان وژنو. دا ځوانان څوک دی زما په خاطر ځانونه فدا کوی، که ورته ووایم ځان وژونکی حمله وکړئ کوی یې. په یوه ولایت کې نه‌دی، په لس دولسو ولایتونو کې دی او وایی، ته غږ وکړه، موږ تیار یو. دوی وایی، که ته ووایی چې دوستم و وژنه، انتحاری کوو، زه داسې کسان لرم.»
نظام‌الدین قیصاری تېرکال د سرطان په میاشت کې د وژنو، د خلکو د ځورولو او د پوځی چارواکو د ګواښلو په تور، د فاریاب ولایت د میمنې په ښار کې د ملی امنیت د ځواکونو له‌خوا ونیول شو .که څه هم دغه پېښه په ځینو شمالی ولایتونو کې د خلکو له غبرګون سره مخ شوه، خو حکومت خوشې نه‌کړ.
جنرال دوستم هم څو ځلی وغوښتل چې قیصاری د ملی امنیت له بنده خوشې شی. اوس نظام‌الدین قیصاری ادعا کوی چې داسې اسناد لری چې ښیې جنرال دوستم د ده په بندی کیدو کې لاس لری: «فکر مې کاوه چې زه حکومت راوړی او بندی کړی یم او پر حکومت په قهروم، خو اوس په هرڅه پوه شوم جنرال دوستم چې په ترکیه کې و، شمال ته راتللی نه‌شو. له ترکېې نه یې د راتګ لپاره زما څخه ګټه واخېسته. زه اسناد لرم، کله چې له شماله تېر شوم او لاړم، دغه اسناد به له ځانه سره یوسم. بیا نو ټولې خبرې روښانه کېږی چې دا کار چا کړی دی؟»
خو عبدالرشید دوستم ته نږدې کسان د قیصاری ادعا ردوی او له اخلاقو یې لېرې ګڼی. د افغانستان د ملی جنبش د ګوند مرستیال عبدالله قرلق وایی: «د مختلفو جرمونو لوړه سطحه چې دغه کس لرله او د بشری حقونو ضد، د سړی تښتونې، وژنې او داسې نورو جرمونو تورونه چې پرده لګیدلی وو، سبب شول چې حکومت، ځانګړې قطعات او د ملی امنیت ځواکونه یې ونیسی. هغه نه د جنرال دوستم او نه د بل کس په غوښتنه دا کارونه کړی دی.»
قیصاری د ځان د خوشې کېدو خبره کوی، خو دا هم لیدل کېږی چې په عدلی او قضایی ارګانونو کې یې دوسیه اوس هم روښانه نه‌ده. دی وایی، په نږدې ورځو کې له بنده خوشې کېږی او په دوسیه کې یې ستونزه نه‌شته. ازادی رآډیو وغوښتل په‌دې اړه د لوېې څارنوالۍ نظر ولری، خو له بیا بیا اړیکو سره هم د دغې ادارې ویاند حاضر نه‌شو چې په‌دې اړه څه ووایی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.