د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون: په کمپاینی غونډو کې انتخاباتی سرغړونې شوی

- ۰۸ اسد ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون وایی، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کمپاینی غونډو کې انتخاباتی سرغړونې شوی دی.
په انتخاباتی کمپاینونو کې له دولتی امکاناتو ګټه اخیستنه هغه څه چې د ولسمشریزو انتخاباتو د کمپاین له رسمی پیل وړاندې یې په اړه اندېښنې موجود وې، خو نن چې د انتخاباتی مبارزو درېیمه ورځ ده، د افغانستان د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون وایی، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ځینو کمپاینی غونډو کې له اصولو او کړنلارو سرغړونې شوی دی.
د دغه کمېسیون مرستیال قطب الدین رویدار وایی، په ځینو کمپاینې غونډو کې د لوړ پوړو دولتی چارواکو ګډون او له دولتی امکاناتو ګټه اخیستنه هغه څه دی چې دوی یې په اړه څېړنه کوی.
ده وویل: موږ او تاسې ولیدل چې په یو شمېر غونډو کې ځینی لوړ پوړی حکومتی چارواکی ولیدل شول او دا له قانون او لوایحو ښکاره سرغړونه ده، له موږ سره نوماندانو ژمنې کړی چې خپل ټول تبلیغات به د قانون او کړنلارو په رڼا کې کوی، موږ هم اصول او کړنلارې له دوی سره شریکې کړی دی، خو له بده مرغه موږ سرغړونې ولیدلې او دا به موږ څېړو.
ښاغلی رویدار وایی، د دوی موندونې ښیی چې یو شمېر دولتی لوړ پوړی او ټیټ رتبه چارواکی هم د ټولنیزو رسنیو په ځانګړی ډول فېسبوک او ټوېټر له لارې د ځانګړو نوماندانو په ګټه کمپاین کوی.
دی وایی، د انتخاباتی مبارزو له رسمی پیل وړاندې ټولو نوماندانو ته د کمپاینی اصولو پاڼې استول شوی او که هر نوماند ترې سرغړونه وکړی، قانونی چلند به ورسره وشی.
د انتخاباتو د قانون د ۹۸یمې مادې د ۱۳م او ۳۱م بند پر بنسټ دولتی چارواکی نشی کولی چې کوم ځانګړی نوماند ته کمپاین وکړی او دغه شان نوماندان هم له دولتی امکاناتو ګټه نه شی اخیستلی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم د کمپاینونو له رسمی پیل وړاندې سپارښتنه کړې وه چې هېڅ نظامی او ملکی دولتی مامورین نه شی کولای چې په کمپاینی غونډو کې برخه واخلی.
که څه هم د انتخاباتی شکایتونو د کمېسیون مرستیال قطب الدین رویدار د کوم ځانګړی انتخاباتی ټیم نوم نه اخلی، خو د نوماند عبدالله عبدالله په لومړۍ انتخاباتی غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین ربانی ګډون او د محمد اشرف غنی له لوری کمپاینی غونډې ته په دولتی هلیکوپټر کې تګ راتګ هغه څه دی چې د خلکو له خوا د سرغړونو په توګه یادېږی.
خو د دولت ساز انتخاباتی ټیم ویاند رضوان مراد ازادی راډیو ته وویل چې محمد اشرف غنی د افغان ولسمشر په توګه حق لری چې د ولسمشرۍ د څوکۍ له ټولو حقونو ګټه واخلی.
ده وویل: ټول هغه حقوق چې د یو ولسمشر په توګه یې لری، محمد اشرف غنی ترې ګټه اخیستلی شی، بله خبره دا ده چې دولت جوړوونکی ټیم پوره هڅه کوی چې له دولتی امکاناتو ګټه وانه خلی، خو بیا هم که کومه برخه کې ګټه اخیستل کېږی، نو له دې امکاناتو به ټول نوماندان په یوشان ډول ګټه اخلی.
په ورته وخت کې د ثبات او همپالنې انتخاباتی ټیم ویاند فریدون خوځون بیا وایی چې د دغه ټیم په لومړۍ انتخاباتی غونډه کې د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین ربانی ګډون د جمعیت ګوند د مشر په توګه و، نه د دولتی مامور په توګه.
دی زیاتوی: صلاح الدین ربانی چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی، د افغانستان د جمعیت اسلامی ګوند مشر هم دی او اسلامی جمعیت ګوند د ثبات او همپالنې ټیم له اصلی ملاتړ کوونکو څخه هم دی، نو نوموړی په دې غونډه کې د اسلامی جمعیت ګوند له لوری ګډون کړی و، نه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه.
دا په داسې حال کې ده چې دروانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ انتخاباتی مبارزې پیل شوی دی چې د میزان تر څلورمې به روانې وی او د رأیې اچونې له پیله اته څلوېښت ساعته مخکې به پای ته ورسېږی.
د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون له ټولو نوماندانو غوښتنه کړی چې د سرغړونو په اړه له دوی سره په رسمی ډول خپل شکایتونه ثبت کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.