زلمی خلیلزاد او شاه محمود قریشی د افغانستان سولې په اړه غږېدلی

- ۱۱ اسد ۱۳۹۸

د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشی د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغانستان د سولې د هڅو د بریا په خاطر له امریکا او نورو ښکېلو هېوادونو سره همکار وی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشی سره وکتل.
mandegarد پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلی چې ښاغلی خلیلزاد له طالبانو سره د تېر اووم پړاو مذاکراتو په اړه هم خبرې وکړې.
دواړو لوریو پر دې توافق وکړ چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ بین الافغانی خبرې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مهمې دی.
شاه محمود قریشی همداراز د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې له خلیلزاد سره کتنه یې ګټوره وه او هېواد به یې د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ ته ژمن پاتې شی.
پاکستانی رسنیو د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ښاغلی خلیلزاد دوحې ته تر سفر مخکې له پاکستانی چارواکو سره ځکه ولیدل چې له هغوی وغواړی طالبان دې له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته وهڅوی.
افغانستان تل پاکستان تورن کړی چې له طالبانو سره مرسته کوی، خو خلیلزاد وایی چې اوس د پاکستان سیاست بدل شوی.
زلمی خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته تر سفر یو ساعت مخکې آزادی راډیو ته وویل چې که څه هم پاکستان باید د افغانستان د سولې په برخه کې نور ګامونه هم واخلی، خو دی فکر کوی چې د پاکستان په سیاست کې مثبت تغییر راغلی دی.
خلیلزاد افغانستان ته په وروستی سفر کې لس ورځې په کابل کې تېرې کړې.
ده د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې افغانستان ته سفر یې تر ټولو ګټور و.
که څه هم تر اوسه روښانه نه ده چې د امریکایی چارواکو او طالبانو ترمنځ به د خبرو اتم پړاو څو ورځې دوام وکړی، خو ښاغلی خلیلزاد هیله مند دی چې په دغه پړاو کې به له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین هم ځینو رسنیو ته ویلی چې دوی تمه لری چې په راتلونکې اوونۍ کې له امریکایی چارواکو سره د جګړې د ختمېدو هوکړه لاسلیک شی.
طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو او اوربنده ډډه کړې، خو ویلی یې دی چې له امریکا سره له توافق وروسته د افغان حکومت په ګډون له ټولو افغان سیاسی اړخونو سره خبرې وکړی.
بل خوا د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وایی، له طالبانو سره د خبرو لپاره یې ۱۵ کسیز پلاوی ټاکلی دی..
د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، بین الافغانی ناسته به د ناروې په مرکز اوسلو کې جوړه شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.