سیګار: په افغانستان کې به له طالبانو سره تر سولې وروسته هم ناامنی دوام ولری

- ۱۲ اسد ۱۳۹۸

د سیګار اداره نشه یی مواد د سولې په لاره کې ستر خنډ بولی.
د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د تفتیش ځانګړې ادارې سیګار له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته هم نشه یی مواد په افغانستان کې لویه ستونزه بولی او وایی، امکان نه لری چې د نشه یی موادو د کښت، تولید او قاچاق په موجودیت کې دې په افغانستان کې دایمی سوله راشی.
د سیګار مشر جان سوپکو په واشنګټن کې د افغان نظامی ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې د امریکایی ځواکونو د اجراتو راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، که له افغانستانه نشه یی مواد ورک نه شی، له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته به هم ناامنی دوام ولری.
ده وویل: د نشه یی موادو په موجودیت کې د دایمی سولې تمه مه کوئ، د نشه یی موادو قاچاق کوونکی په افغانستان کې یو غښتلی دولت نه شی زغملی، دا به بېځایه هیله وی که فکر وکړو چې له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته دې د نشه یی موادو ستونزه هم حل شی، ځکه ترهګرې ډلې هغه ګټې له لاسه نه ورکوی چې د نشه یی موادو له قاچاق کوونکو سره د اړیکو په نتیجه کې یې له نشه یی موادو څخه تر لاسه کوی، باید په یاد ولرو چې نشه یی مواد په افغانستان کې د سولې پر وړاندې یو ستر خنډ دی.
سیګار په افغانستان کې نشه یی مواد د جګړې د دوام لامل بولی.
د جان سوپکو په باور، ترهګرې ډلې د نشه یی موادو د قاچاقو له لارې پیسې پیدا کوی او دا ډلې نه پرېږدی چې له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته یې دا مالی سرچینه وچه شی.
د امریکا د دفاع وزارت څېړنې ښیی چې طالبانو په (۲۰۱۷) میلادی کال کې د نشه یی موادو (۵۰۰) کارخانې درلودې او له دې کارخانو څخه یې په کال کې دوه سوه میلیونه ډالر عواید ترلاسه کول، خو د سیګار ارزونې ښیې چې په تېرو دوو کالو کې کې د نشه یی مواد ډېری کارخانې د بهرنیو ځواکونو په هوایی بریدونو کې ویجاړې شوی او طالبانو ته څه د پاسه دوه سوه میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.
د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د تفتیش ځانګړې اداره سیګار له افغانانو څخه غواړی چې دایمی سولې ته د رسېدو لپاره له نشه یی موادو سره مبارزې ته چمتو شی، د دې کار په نتیجه کې به د نشه یی موادو د کښت، تولید او قاچاقو مخه ونیول شی او په افغانستان کې به د ترهګرو ډلو مالی سرچینې وچې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.