عام خلک: کانـدیدان دې یـوازې په کابـل کې په کمپـاین تمرکـز نه کـوی

- ۱۳ اسد ۱۳۹۸

mandegarکه څه هم د جمهوری ریاست له انتخاباتی کمپاینونو یوه اوونۍ تېرېږی، خو یو شمېر عام خلک وایی چې تر اوسه په ولایتونو کې کمپاینی غونډې نه دی نیول شوی.
په داسې حال کې چې د جمهوری ریاست د انتخاباتو لپاره کمپاینونه په پلازمېنه کابل کې هم پڅ روان دی، د ولایتو یو شمېر اوسېدونکی وایی، په ولایتونو کې تر اوسه کومه کمپاینې غونډه نه ده جوړه شوې او د کاندیدانو عکسونه هم ډېر نه دی نصب شوی.
د کندهار، بدخشان او پکتیا درې تنه اوسېدونکو په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
«اجمل یم، له بدغه مرغه په کندهار کې د یوه کاندید عکس یا کمپاین مو هم نه دی لیدلی، نو څنګه به موږ کاندید وپېژنو او څنګه به رأیې ورکړو؟»
«محمد اصف یم، له څه وخته چې کمپاینونه پیل شوی، په بدخشان کې یې هېڅ څوک په اړه معلومات نه لری، له کاندیدانو غواړو چې یوازې په کابل کې په کمپاین تمرکز ونه کړی، ولایتونو ته یې پراخ کړی، تر څو خلک د کاندیدانو به پروګرامونو خبر او بیا رأیې ورکړی.»
«ولی ګل یم د پکتیا ولایت اوسېدونکی، یوازې په کابل کې کمپاینونه او د نوماندانو عکسونه بسنه نه کوی، کاندیدان باید خپل کمپاینونه ولایتونو او حتی ولسوالیو ته وغځوی.»
د افغانستان د جمهوری ریاست د انتخاباتو لپاره کمپاینونه د تېرې یکشنبې په ورځ پیل شول چې د اتلسو کاندیدانو له ډلې یوازې محمد اشرف غنی دوه ځلې او ګلبدین حکمتیار، عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او سید نورالله جلیلی بیا یو یو ځلې کمپاینی غونډې درلودې او بل کاندید عنایت الله حفیظ بیا د کمپاین په دود له خپلو پلویانو سره د کابل په لوېدیځ کې سړکونه پاک کړل.
له قانون او انتخاباتی مهالوېش سره سم د جمهوری ریاست کاندیدان شپېته ورځې وخت لری چې خپل پلانونه په غونډو، بینرونو او بېلابېلو نورو لارو خلکو ته واضح کړی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له ټولو کاندیدانو غواړی چې د خپلو پروګرامونو د تشرېح له لارې خلک په خپلو پروګرامونو پوه او دوی وهڅوی چې په راتلونکو انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړی.
د دغه کمېسیون د ویندوی د دفتر سرپرست ذبیح سادات په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: د انتخاباتو کمېسیون کاندیدانو ته په ټول افغانستان کې اسانتیاوې برابرې کړی، موږ له ټولو کاندیدانو غواړو چې خپل کمپاینونه ولایتونو، ولسوالیو او حتی کلیو ته پراخ کړی، څو د دوی باور ترلاسه کړی.
بل خوا د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وایی چې اقتصادی او امنیتی ستونزې او په ټیمونو کې خپلمنځی اختلافات هغه څه دی چې له امله یې کاندیدان تر اوسه ولایتونو ته د خپلو کمپاینونو په غځولو نه دی بریالی شوی.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت په ولایتونو کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوی او وایی چې دغه پروسه ورته لومړیتوب لری.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمی په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: څنګه مو چې په کابل کې کاندیدانو او کمپاینی غونډو ته امنیتی تدابیر نیولی، په ولایتونو کې مو هم ورته اقدام کړی، د انتخاباتو امنیت موږ ته لومړیتوب لری، پولیس، کشف، استخبارات او ټول امنیتی ځواکونه د دې پروسې تر شا ولاړ دی.
د جمهوری ریاست مطرح انتخاباتی ټیمونه هم وایی چې دوی په ولایتونو کې د پراخو کمپاینی غونډو پلان لری او په نږدې راتلونکې کې به یې پیل کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.