راتلونکو ټاکنو کې د بایومټریک په وسیله د ښځو د عکس اخیستنې په اړه اندېښنې

- ۲۹ اسد ۱۳۹۸

په داسې حال کې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په بایومټریک دستګاه کې د ښځو د عکس ثبتولو خبره کوی، خو په دې اړه یو شمېر اندېښنې مطرح شوې هم دی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، په راتلونکو انتخاباتو کې به د شفافیت په خاطر د بایومټریک دستګاوو په وسیله د ټولو رأیې ورکوونکو مېرمنو عکسونه واخلی.
خو کمېسیون په دې برخه کې ځینو ټولنیزو ستونزو ته پام نه دی کړی.
د شبرغان یوه اوسېدونکې سمیرا نه غواړی چې د انتخاباتو لپاره یې عکس واخیستل شی.
سمیرا وایی، هغه او مور یې له یو شمېر کورنی محدودیتونو سره مخ دی.
دې وویل: لومړی دا چې کورنۍ راته اجازه نه راکوی، څو د بایومټریک د دستګاه په وسیله مې عکس واخیستل شی، ځکه مونږ په داسې شرایطو کې ژوند کوو چې دا مونږ ته ګڼې ستونزې پیدا کوی.
دا یوازې د فاریاب د مېرمنو ستونزه نه ده، بلکې د هلمند یو شمېر اوسېدونکې مېرمنې هم په انتخاباتو کې د ښځو له عکس اخیستلو سره مخالفې دی.
فرزانه چې د هلمند ولایت اوسېدونکې ده، له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل چې په تېرو انتخاباتو کې یې رأیه کارولې، خو اوس د عکس اخیستلو له امله په انتخاباتو کې ګډون نه کوی.
دې زیاته کړه: زه په هېڅ وجه په انتخاباتو کې عکس اخیستلو ته چمتو نه یم، ځکه زه په داسې یوې کورنۍ پورې اړه لرم چې ماته د دې کار اجازه نه راکوی.
خو یو شمېر نورې مېرمنې بیا په انتخاباتو کې د شفافیت لپاره د بایومټریک دستګاه په وسیله د ښځو د عکس اخیستل اړین او پرځای ګام ګڼی.
دوی وایی، دا کار به درغلیو مخه ونیسی.
د فراه ولایت اوسېدونکې سحر او د کندز اوسېدونکې مرضیه وایی:
«په هر قیمت چمتو یوو څو په رأیه اچونه کې ګډون وکړو او ټول وګړی حق لری چې انتخاباتو کې ګډون وکړی.»
«مونږ هرو مرو په انتخاباتو کې ګډون کوو، که چېری عکس هم واخلی، مونږ چمتو یوو.»
د دغه بنسټ اجرائیوی مشر یوسف رشید ازادی راډیو ته وویل چې د افغانستان په شان په سنتی او دودیزه ټولنه کې د دغه ډول پرېکړو عملی کول په انتخاباتو کې د ښځو پر ګډون منفی اثر کوی.
نوموړی وویل، د دې لپاره باید لومړی د عامه پوهاوی پروګرامونه پلی شی.
ده وویل: د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او نورې ادارې په ځانګړی ډول د ښځو چارو او د حج او وقافو وزارتونه،کمیسیونونه او علماء کولای شی چې په دې برخه کې همکاری وکړی.
له دې سره د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمی خلکو ته ډاډ ورکوی چې د ټولو هغو ښځو عکسونه چې اخیستل کېږی، هغه به خوندی او محرم وی.
ده وویل: هڅه کېږی څو ټولو خلکو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شی چې دا مسایل د دوی شخصیت او محرمیت ته زیان نه رسوی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ او ولسی جرګې په تېرو ټاکنو کې د مېرمنو په نوم ډېرې خیالی رأیې استعمال شوې وې او دوی دا ځل هڅه کوی چې د دغه ډول درغلیو مخه ونیسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.