پاکستان د ځانمرګو خلاف فتوا ته چمتو نه دی!

- ۱۷ دلو ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان له لوری د دینی عالمانو په کنفرانس کې د برخه اخیستونکیو دینی عالمانو نوملړ رد کړی، د سیاسی چارو یوشمېر شننونکی وایی، چې پاکستان لا هم چمتو نه دی، چې د ځانمرګو بریدونو په اړه فتوا ورکړل شی.
د سیاسی چارو شننونکی احمد سعیدی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، هغه عالمانو چې په دې غونډه کې یې باید ګډون کړی وای لکه مولانا فضل الرحمن، سمیع الحق، ملامحمد حسین، شاه  احمد نورانی او مولوی بلوڅ، دا هغه کسان دی چې په ډول یې افغانانو ته ستونزې جوړې کړی دی او یا یې افغانستان ته ځانمرګی او نور وسله وال را استولی دی.
د ده په وینا، دا هغه کسان دی چې افغان دولت یې غوښتنه کړې وه، چې قاضی حسین احمد هم په کې شامل و، چې اوس وفات شوی؛ خو دغو کسانو له خپل ګډون نه ډډه کړې ده او د نورو وګړو په ګډون سره حکومت نشی کولای، چې ستونزه حل کړی.
هغه وایی، دغه خلک د دې جرئت اوس  نه لری چې په دې غونډه کې ګډون وکړی او بله دا چې دې خلکو خپله په افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکړی دی؛ نو اوس نشی کولای چې د خپلې فتوا پر ضد فتوا ورکړی.
د نوموړی په خبره، همدارنګه نور کسان چې په دې غونډه کې ګډون کوی، هغه داسې کسان دی چې نه مطرح دی، نه نوم لری او نه به یې خبره دومره اغېزمنه وی.
ښاغلی احمد سعیدی زیاتوی، چې عربستان او د پاکستان استخباراتی اداره هم لېواله نه ده، چې دینی عالمان دې راټول شی او د افغانستان د جګړې پر ضد دې فتوا صادره کړی؛ نو په همدې خاطر دغه غونډه نه کېږی.
همدارنګه د کابل پوهنتون استاد فیصل امین وایی، له پیله پاکستان د اسلامی راډیکالېزم او سختدریځو د پاللو، رامنځته کولو او پیاوړی کولو لپاره یو ښه چاپېریال و او پاکستان د خپل شتون په صورت کې له اسلام نه په ګټنې سره اسلامی تندروی سیمه ییزو هېوادونو او حتی نړۍ ته په یوه ګواښ بدل کړی دی.
هغه وایی، پاکستان هڅه کوی، چې اوسنۍ اسلامی راډیکالېزم او تندروی حاشیې ته لاړ شی او نړۍ ته وښیی، چې پاکستان یو ترهګریز او د ترهګرو حامی هېواد نه دی، خو شواهدو او وخت روښانه کړې ده، چې پاکستان د هند، چین او نورو سیمه ییزو هېوادونو د مهار کولو او فشار ورکولو لپاره دغه ډول فکرونه په خپله غېږه کې راټول کړی او پاللی یې دی.
د نوموړی په خبره، پاکستان دا هڅه هم کوی، چې دوه نور هېوادونه له دغسې اسلامی راډیکالېزم نه په ملاتړ تورن وښیی چې هغوی یې روزی، چې یو هند او بل هم افغانستان دی.
دی وایی، پاکستان نشی کولای چې په هند ډېره پانګونه وکړی؛ ځکه هند یو هېواد دی، چې ژور او ستراتېژیک فکر کوی، لارې یې تړل شوی او سیاسی توصیې ته رسېدلی دی؛ خو افغانستان په تاسف سره چې په دې برخه کې زیانمن دی؛ ځکه له پاکستان سره سرحدی او فکری ستونزې لری او دا مسایل لامل شوی چې افغانستان تر فشار لاندې راولی او له بېلابېلو لارو غواړی، چې د ترهګرو ځالې په افغانستان کې وښیی.
د استاد امین په وینا، خو دا چې پاکستان د یوې داسې غونډې چې په کې دینی عالمان را ټولېږی او اسلام د ترهګرو له منګلو باسی، مخالفت یې کوی، دا خپله روښانه کوی، چې پاکستان له ترهګرو د ملاتړو هېواد دی او تل یې ترهګر په خپله غېږه کې روزلی دی.
هغه وایی، پاکستان اندېښنه لری که چېرې په دې غونډه کې دینی عالمان په رښتینی ډول فتوا ورکړی؛ نو پاکستان ته به اجازه ورنه کړی چې اوسنی فعالیتونه پر مخ بوځی؛ نو له همدې امله پاکستان له یو  ډول تړلی، پېچلی او سخت سیاست نه ګټه اخلی او اجازه نه ورکوی، چې حتی د خبرو اترو او مذاکرو ور پرانستل شی.
ښاغلی فیصل امین زیاتوی، دغه مخالفت په خپله روښانه کوی، چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو او اسلامی راډیکالېزم اصلی ملاتړی دی.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د پاکستان دی نیوز ورځپاڼې ویلی ول، چې پاکستان د دینی عالمانو په کنفرانس کې د ګډون کوونکیو پاکستانی عالمانو لیست رد کړی دی.
ورځپاڼې لیکلی وو، له اړوندو سرچینو یې مالومات ترلاسه کړی چې د افغانستان او پاکستان د دینی عالمانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره د افغانستان حکومت داسې پاکستانی عالمان وړاندیز کړی چې د کراچۍ، ملتان او اسلام اباد اوسېدونکی دی.
نیوز وایی چې افغانستان وروسته له دې په کنفرانس کې د پاکستانی دینی عالمانو نومونه وړاندیز کړل چې پاکستان له افغان چارواکو وغوښتل چې کنفرانس نور ونه ځنډوی.
دا په داسی حال کې ده چې د افغانستان د سولې عالی شورا مخکې ویلی و چې پاکستان په مختلفو پلمو کنفرانس ځنډوی.
ورځپاڼه د نامالومو سرچینو له قوله وایی د ملا عمر او د پاکستان د مطرح دینی ګوندونو د استازو ترمنځ تېره اوونۍ خبرې شوی دی.
نیوز وایی چې د دوی له مالوماتو سره سم د طالبانو استازو د جماعت اسلامی، جمعیت علمای اسلام او د پاکستان د دینی عالمانو له شورا (کونسل) سره خبرې کړی دی او دواړه خواوې موافقې ته رسېدلی چې باید په کنفرانس کې افغان طالبان هم ګډون ولری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.