د انتخاباتو کمېسیون: تر اوسه ۹ نوماندانو خپل مالی راپور کمېسیون ته سپارلی

- ۰۹ سنبله ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، د جمهوری ریاست ۹ کاندیدانو د خپلو انتخاباتی مبارزو د لګښتونو په اړه دغه کمېسیون ته راپور ورکړی دی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، د ولسمشریزو ټاکنو هغه نوماندان به د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون ته معرفی شی چې تر اوسه یې د خپلو انتخاباتی مبارزو د لګښتونو راپور دوی ته نه دی ورکړی.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست نن ازادی راډیو ته وویل: تر اوسه ۹ نوماندانو خپل مالی راپور کمېسیون ته سپارلی، په دې کې هم ستونزې موجودې دی، یعنې ځینو نوماندانو فورمې په سمه توګه نه دی ډکې کړی او هغو نوماندانو چې د تېرې ورځې تر ماښامه یې راپور نه دی ورکړی، دوی به د شکایتونو کمېسیون ته ور وپېژندل شی او ورسره به قانونی چلند وشی.
دغه کمېسیون وایی، کاندیدان مکلف دی چې د خپلو ټاکنیزو سیالیو لومړی راپور د ټاکنیزو سیالیو له پیله تر یولسمې یا هم تر دیارلسمې ورځې او دوهم راپور د ټاکنیزو سیالیو د چوپتیا په بهیر کې کمېسیون ته ولېږی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د لایحې له مخې، د جمهوری ریاست هر کاندید مکلف دی چې د انتخاباتو د کمپاین د هرې میاشتې د لګښتونو حساب له کمېسیون سره شریک کړی.
د قانون له مخې هېڅ کاندید حق نه لری چې له ۴۴۱ میلیونو افغانیو ډېرې پیسې په خپلو کمپاینونو کې مصرف کړی.
له بلې خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوی رئیس یوسف رشید وایی، د کاندیدانو له کړنو ښکاری چې دوی قانون ته درناوی نه لری.
دی زیاتوی: د دوی دا کړنه څرګندوی چې قانون ته درناوی نه لری او قانون ورته جدی نه ښکاری، بله مسئله دا ده چې د دوی د کمپاینونو نه شفافیت د دې سبب شوی چې راپورونه یې په وخت نه ورکول کېږی او له دې ښکاری چې دوی په عوایدو او لګښتونو کې ستونزې لری.
دی د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غواړی څو په دې اړه د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون ته شکایت وکړی.
د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو کمپاینونه د زمری په ۶نېټه پیل شول او د میزان تر څلورمې به دوام وکړی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو په اساس، دغو انتخاباتو ته شااوخوا ۹ میلیونو افغانانو نوم لیکنه کړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.