د انتخاباتو کمېسیون: په ځینو ناامنو سیمو کې به انتخاباتی مرکزونه تړلی وی

- ۲۳ سنبله ۱۳۹۸

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون ویلی، په ځینو سیمو کې به چې امنیتی وضعیت ډېر بد دی، انتخاباتی مرکزونه تړلی پاتې شی.
تېرکال غزنی په بشپړ ډول د ولسی جرګې له ټاکنو پاتې شو.
خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند وویل چې دا وار به هېڅ ولایت بشپړ له انتخاباتو نه پاتې کېږی.
mandegerد کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمی پرون د سپټمبر په دیارلسمه ازادی راډیو ته وویل: هغه ولایتونه چې امنیتی وضعیت یې ښه نه دی، مثلاً په کندز، تخار، ارزګان، نیمروز او فراه کې به ځینی مرکزونه تړلی پاتې شی، موږ نه غواړو چې د خلکو او خپلو کارکوونکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړو.
ابراهیمی ټینګار وکړ چې د مناسبو انتخاباتو ترسره کولو ته تیار دی او غواړی داسې کار وکړی چې پر دې ډموکراتیکه پروسه د ولس باور ټینګ کړی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۵۳۷۳ انتخاباتی مرکزونه تثبیت کړی دی.
خو د کمېسیون ویاند د کورنیو چارو وزارت په حواله وویل چې لږترلږه ۴۳۱ مرکزونه ښایی تړلی پاتې شی، په دې ډول به په ۴۹۴۲ مرکزونو کې ټاکنې وی.
عبدالعزیز ابراهیمی وویل چې په تر تهدید لاندې سیمو کې یې هم د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ټول تخنیکی مواد برابر کړی او که د کورنیو چارو وزارت له لوری ډاډ ورکړ شی، دوی کار کولی شی.
هر انتخاباتی مرکز ته په بایومټریک سېستم د رأیې ورکوونکو د معلوماتو د ثبت دوه ماشینونه استول کېږی چې له یوه به استفاده کېږی او بل به د احتیاط لپاره ساتل کېږی.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نږدې ۱۷ زره نوې بایومټریک دستګاوې رانیولی چې د پخوانیو ۲۲ زره سره ‌یې شمېر ۳۹ زره دستګاوو ته رسېږی.
د یادولو وړ ده چې د ولسی جرګې په تېرو ټاکنو کې هم په دغو دستګاوو کې بېلابېلې ستونزې موجودې وې.
د ولسی جرګې د ټاکنو لپاره د رأیې اچونې په ورځ د بایومټریک د یو شمېر دستګاوو کار نه‌ کول او د کارکوونکو کمه تجربه هغه ستونزې یادې شوې وې چې د رأیې اچونې په ورځ ‌یې پروسه له ګډوډۍ سره مخ کړه.
خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دامهال ډاډ ورکوی چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د دغو دستګاوو ستونزه هواره شوې ده.
د ټاکنو دخپلواک کمېسیون ویاند زیاته کړه چې د ۴۰ او ۴۵ زره ترمنځ کارکوونکی یې روزلی چې کولل شی د بایومټریک معلوماتو د ثبت له ځانګړو ماشینونو کار واخلی.
د افغانستان د جمهوری ریاست ټاکنې د میزان په شپږمه دی.
ولایتونو ته د حساسو انتخاباتی موادو استول پیل شول
د ګاونډیو هېوادونو په پرتله تر ټولو ګران‌بیه ټاکنې
د بایومیټریک په ګډون د انتخاباتو ځینی حساس مواد کمېسیون ته رسېدلی
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند ازادی راډیو ته وویل چې د رأیې ورکولو په شرایطو د برابرو وګړو دقیق شمېر نه دی څرګند، ځکه په وروستیو کلونو کې د وګړو دقیقه سرشمېرنه نه ده شوې.
خو نهه میلیونه او ۶۶۵ زره کسانو چې د رأیې ورکولو په شرایطو برابر وو، خپل نومونه ثبت کړی دی.
په دې کې ۳ میلیونه او ۳۳۴ زره ښځې دی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون، څو اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې هغه ښځې به چې نه غواړی عکس یې واخیستل شی، د رأیې کارت نشی اخیستلی.
د کمېسیون ویاند وویل چې په مخکنیو ټاکنو کې د رأیې د کارت لپاره د ښځو عکس اجباری نه و، له دې امله د ښځو په نوم خیالی رأیې اچول شوې وې او درغلۍ ته لاره برابره شوې وه.
عبدالعزیز ابراهمی وویل چې دا وار د ټاکنو د شفافیت او د درغلۍ د مخنیوی لپاره ښځو ته اعلان وشو چې د رأیې کارت د ترلاسه کولو لپاره به عکس اخلی.
د ابراهیمی په وینا، د افغانستان ۲۶ ولایتونو ته ټول حساس او غیر حساس انتخاباتی مواد چې د رأیو پاڼې، د بایومټریک معلوماتو د ثبت ماشینونه، د ګوتو رنګ او قرطاسیه په کې شاملېږی، استول شوی دی.
خو مشرقی ولایتونو او کاپیسا، پروان او پنجشېر ته به هم په راتلونکو درېیو ورځو کې ټول مواد ور ورسېږی.
تر دې وړاندې یو شمېر ګوندونو او څارونکو بنسټونو خبرداری ورکړی و چې که دغه مواد په ولایتی دفترونو کې خوندی نه وی، نو پراخو انتخاباتی درغلیو ته به لار هواره شی.
د انتخاباتو حساس مواد
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا ویاندې سمیرا رسا د وږی د میاشتې په ۲۳مه ویلی وو چې اوسمهال په دې اړه هېڅ ډول تضمین نه لېدل کېږی.
دې وویل: دا چې دغه مواد په ولایتی دفترونو کې د کومو کسانو له خوا ساتل کېږی، څومره خوندی او څنګه لېږل کېږی، ورته اندېښمن یوو، موږ وېره لرو چې د تېر په څېر یو ځل بیا د پراخو درغلیو شاهدان ونه اوسو، د سیمه ییز زورواکو مداخلې بله موضوع ده چې موږ ورته په اندېښه کې یوو، د دغه بهیر خوندیتوب موږ ته مهم دی، دوی باید ځواب ورکوونکی وی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې اړه زموږ اړیکو ته ځواب ورنه کړ.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږی چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلی وو چې ۷۲ زره امنیتی ځواکونه یې د دغه بهیر د امنیت د ټینګښت لپاره ګمارلی دی.
د افغانستان ټولو ولایتونو ته د حساسو او غیر حساسو موادو د رسولو بهیر به د میزان تر پنځمې نېټې روان وی.
ابراهیمی وویل، د موادو د انتقال لپاره د انتخاباتو تر شپې وخت لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.