کندز ښاریان: که امنیت ډاډمن نه شی، خلک ټاکنو کې رایه نه ورکوی

- ۳۱ سنبله ۱۳۹۸

mandegarپه داسې حال کې چې افغانستان کې ولسمشریزو ټاکنو ته پنځه ورځې پاتې دی، په شمال ختیځ ښار کندز کې امنیتی وضعیت خلک اندېښمن کړی.
د کندز ښاریان خبرداری ورکوی که امنیت ډاډمن نه شی، نو ډېر خلک به ټاکنو کې برخه وانخلی.
د کندز ښار درې اونۍ وړاندې د سقوط له ګواښ سره مخامخ و، خو دولتی ځواکونه وتوانېدل د طالبانو برید په شا وتمبوی.
د کندز ښار اوسېدونکی نقیب الله د یکشنبه په ورځ (وږی ۳۱مه) ازادی راډیو ته وویل، طالبان لا هم د ښار په څنډو کې حضور لری او دولتی ځواکونه باید د امنیت ډاډمنولو لپاره ګام پورته کړی.
ښاغلی نقیب الله وویل: «موږ د ولسی جرګی په انتخاباتو کې د ناامنیو او د طالبانو د تحرکاتو شاهد وو او زیات شمېر خلکو ونشوای کولی رایه ورکړی. د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې هم خلک د ناامنیو له وېرې په ټاکنو کې برخه نه اخلی.»
د کندز ښار یو بل اوسېدونکی نصیراحمد هم د تېر کال میزان میاشتې د ولسی جرګې ټاکنو ته په اشارې وویل، تر پخوا وضعیت لا ډېر خراب شوی دی.
هغه وویل: «د ولسی جرګی په انتخاباتو کې طالبانو د رأی اچونې پر مرکزونو بریدونه وکړل. خلک له خپلو کورونو نشوای وتلی. اوس د کندز وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی، ځکه اوس مهال ددې ولایت زیاته سیمه د طالبانو تر واک لاندې ده.»
بلخوا د کندوز مدنی فعالان وایی، دوی په وار وار د ددغه ولایت د ناامنی مساله راپورته کړې او له حکومتی چارواکو یې د کوټلی ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې، خو حکومت ورته پام نه دی کړی.
په کندز کې د مدنی ټولنو د شبکې رئیس عنایت الله خلیق ازادی راډیو ته وویل، د ښار امنیت ته په کتو به راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه وی.
ښاغلی خلیق زیاته کړه: «که د کندز روان امنیتی وضعیت ته رسېدنه ونه شی، زه فکر کوم چې د جمهوری ریاست انتخابات به د ولسی جرګی په شان له ډېرو ننګونو سره مخامخ شی او پردې سربېره به انتخاباتو کې د خلکو ګډون ډېر کمرنګ وی».
د کندز د ولایتی شورا غړی هم د امنیتی وضعیت په اړه د خلکو اندېښنه تائیدوی.
ددغې شورا یوه غړی امر الدین ولی ازادی راډیو ته وویل، په اوسنی ناامنه وضعیت کې د عادلانه ټاکنو ترسره کول امکان نه لری.
ښاغلی ولی وویل، که وضعیت بدل نه شی، نو ډېر خلک به له رأی ورکونې محروم شی.
په ورته وخت کې د کندز امنیتی چارواکی وایی، دولتی ځواکونه به د امنیت ټینګولو لپاره خپله ټوله وسه وکاروی.
د کندز امنیه قومندان عبدالرشید بشیر ازادی راډیو ته وویل، امنیتی ادارو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته پورته چمتووالی نیولی.
ښاغلی بشیر زیاته کړه: «موږ شپه ورځ هڅه کوو چې امنیت تأمین کړو او موجوده ګواښونه شنډ کړو، ترڅو انتخابات په ارامه فضا کې ترسره شی».
د کندز اوسېدونکی داسې مهال پر امنیتی وضعیت اندېښنه ښیی چې تېر کال د میزان ۲۸ مې د ولسی جرګې ټاکنو په ورځ په کندز ښار او ولسوالیو کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۲ کسان ووژل شول او ۸۰ نور ټپیان شول.
د مرګ ژوبلې ډېره برخه ولسی خلکو ته رسېدلې وه او ددې ترڅنګ ډېر خلک د ناامنیو له امله له رأی ورکونې محروم شول.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.