بارکزی: له ۴ ورځو راهیسې ارزګان کې طالب چارواکی په خبرو بوخت دی

گزارشگر:چهار شنبه 22 جدی 1395 - ۲۱ جدی ۱۳۹۵

mandegar-3په ولسی جرګه کې د ارزګان استازی عبیدالله بارکزی د هغه ولایت د خلکو له قوله وایی چې له څلورو ورځو راهیسې ځینی طالب چارواکی په هغه ولایت کې له خلکو سره په خبرو اترو بوخت دی.
ښاغلی بارکزی د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د طالبانو د پخوانی مشر ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب او د طالبانو دفاع وزیر محمد ابراهیم له دوه پاکستانی جنرالانو سره ارزګان ته راغلی دی: ماته څلور ورځې وړاندې له ارزګانه ټیلیفون وشو چې د ملا عمر زوی او د طالبانو د تشکیل دفاع وزیر له دوه نابلده کسانو سره چې د خلکو په وینا د پاکستان د پوځ یا استخباراتو جنرالان دی راغلی دی چې ملا یعقوب په چارچینو کې له خلکو سره هم ناسته پاسته کړې او د طالبانو دفاع وزیر د ترینکوټ په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر واک لاندې دی له مشرانو سره لیدلی دی.” په دې اړه چې دوی د سیمې له خلکو سره په څه اړه خبرې کړی دی ښاغلی بارکزی څه نه‌وایی خو وایی، که دوی د سولې د خبرو اترو لپاره راغلی وی دا یو نېک ګام دی.
که څه هم وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‎دی ویلی خو له دې وړاندې ولسی جرګې د افغان حکومت کمزوری د دې لامل بللی چې طالبان په اسانه خپل خوځښتونه ولری.
طالبانو هم د ۲۰۱۶ میلادی کال له ختمېدو سره وویل چې له ۴۰ ډېرې ولسوالۍ په واک کې لری هغه څه چې وروسته بیا د افغانستان دفاع وزارت رد کړی دی.
د ولسی جرګې غړی له ادعا وروسته د افغانستان دفاع وزرات وایی، دا نه‌ردوی چې ځینی طالب چارواکی دې افغانستان ته راغلی وی.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایی، هغه طالبان چې د کوټې شورا سره د نظر اختلافات لری د نوی مشرتابه لپاره د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د خلکو سره په خبرو لګیا دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.