د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: طالبـان د دوحـې مـذاکراتو توافـق ته ژمـن دی

- ۱۳ میزان ۱۳۹۸

mandegarد پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی ویلی، طالبان هغې احتمالی هوکړې ته لا هم متعهد دی چې د قطر مذاکراتو په پای کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره لاسلیکوله.
ښاغلی قریشی له رویټرز خبری اژانس ته سره مرکه کې ویلی، طالبان چمتو دی پر خپلې ژمنې وفا وکړی. نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوی چې تېره اونۍ د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ یوه پلاوی له اسلام اباده لیدنه وکړه.
د پاکستان هڅه دا ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لغوه شوی مذاکرات له سره پیل شی.
دوحه کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر ملاعبدالغنی برادر او قطرمېشتو طالب مشرانو د پنجشنبه په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د پوځ د استخباراتو مرکزی ادارې (ای اس ای) له رییس جنرال فیض حمید سره وکتل.
په رسنیو کې راپورونه راغلی و چې ګواکې طالبانو د پاکستان له صدراعظم عمران خان او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره کتلی، خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلی چې صدراعظم له طالبانو سره نه دی کتلی.
د طالبانو له سفر سره هم مهاله زلمی خلیلزاد هم اسلام اباد ته تللی و او پاکستانی چارواکو ویلی چې خلیلزاد او طالب استازو هم سره کتلی دی.
ښاغلی قریشی له طالبانو سره تر خبرو وروسته د جمعې په ورځ رویټرز ته ویلی، طالبان هغې احتمالی هوکړې ته متعهد دی چې په قطر کې یې له خلیلزاد سره لاسلیکوله.
د قریشی پر فیسبوک پاڼه د جمعې په ورځ د هغه یوه مرکه هم خپره شوې چې پکې له طالبانو سره لیدنه دوستانه بولی او وایی چې پاکستان د خبرو په بیا پیل ټینګار وکړ.
«خبرې ډېرې ښې مخته لاړې. فضا ډېره ښه وه خبرې هم ښې وې. نظریات هم رد او بدل شول. موږ خپل دریځ په تفصیل سره بیان کړ. د هغوی نظر مو هم په غور واورېد. موږ خپله غوښتنه مطرح کړه چې غواړو مذاکرات بیا پیل شی. له کومه ځایه چې خبرې ماتې شوې وې، له هغه ځایه دی بېرته پیل او خپل منطقی انجام ته ورسیږی.»
قریشی پنجشنبه هم له طالبانو سره تر لیدنې وروسته ویلی و چې پاکستان په پوره صداقت له طالبانو سره د امریکا د خبرو د تسهیلوونکی رول ادا کړی دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر ملا عبدالغنی برادر په ۲۰۱۸ کال کې له کلونو زندان وروسته د پاکستان له بنده خوشې شو، ترڅو د سولې د خبرو په برخه کې همکاری وکړی.
د طالبانو د سیاسی ډلې ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر لیکلی چې د ملابرادر په مشرۍ طالب پلاوی د پاکستان په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی او هلته یې له شاه محمود قریشی او نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې او سیاسی مسایلو په اړه خبرې کړی.
د افغانستان حکومت د طالبانو له دغه شان سفرونو سره نه دی جوړ؛ دا وار د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی ویلی چې که اسلام اباد رښتیا له کابل سره همکاری کوی، باید په خپله خاوره کې د طالبانو او نورو ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.