د پولیسو او وکیلانو شخړه؛ د ولسی جرګې یوې کمېټې دوه لوړپوړی چارواکی وربللی وو

- ۲۲ میزان ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د ولسی جرګې یوشمېر غړو د پولیسو د هغو مامورینو د مجازات غوښتنه وکړه چې څلور ورځې وړاندې یې د دغې جرګې له دوو غړو سره شخړه کړې وه.
د ولسی جرګې یوې کمیټې د دوشنبې په ورځ (میزان ۲۲مه) د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د ملی امنیت د شورا مرستیال د پیښې د ارزولو لپاره ورغوښتې وو.
د ولسی جرګې لومړی مرستیال امیرخان یار چې نن یې د جرګې د ناستې مشری کوله وویل، امنیتی ځواکونه د تلاشۍ حق نه لری، خو دده په ټکو د توهین حق نه لری.
«د تالاشۍ پر ځای په دې وروستیو کې بی عزتی پیل شوې ده. موږ ددې لپاره یوه کمیټه جوړه کړې، هلته د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د ملی امنیت د شورا مرستیال جلسه لری چې ملامت او سلامت معلوم او مجازارت شی.»
تېره شپه هم د ولسی جرګې یوشمېر غړو د ولسمشر اشرف غنی د ملی امنیت له سلاکار حمدالله محب سره ددغې موضوع په اړه لیدلی دی.
د ملی امنیت شورا په خپلې اعلامیه کې لیکلی چې ښاغلی محب ویلی، هېڅوک د چا د سپکاوی حق نه لری، خو پولیس مکلف دی چې قانون پرټولو یو شان پلی کړی.
ولسی جرګه د یادې پېښې د څیړلو لپاره د یوې کمیټی جوړولو خبر هم ورکوی.
خو بلخوا د ولسی جرګې یوشمېر نور غړی بیا د پولیسو ملاتړ کوی.
رمضان بشر دوست وایی: «موږ باید وپوهیږو چې «و ج» زرهی موټرچې تورفلم ولری، د قانون خلاف دی . له امنیتی یونیفورم نه ګټه اخیستل د قانون خلاف دی. تاسې له هغو کسانو دفاع کوئ چې موټر یې «و ج»پلیټ لری. دا په قانون کې جرم دی. ستاسې کمېټه د قانون خلاف ده، مشروعیت نه لری. څوک چې دا کار کوی نه یوازې دا چې مجرم دی او څوک چې ترې دفاع کوی، هغه لا مجرم دی.»
د کورنیو چارو وزارت ویلی، د پولیسو ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې چې د تورو ښیښو موټر ودروی.
د شکایت کوونکو استازو موټرو هم تورې ښیښې لرلې چې پولیسو د کابل په ختیځ کې درولی وو.
ددغه وزارت ویاند نصر ت رحیمی وایی: «وکیلان د افغانستان د خلکو عزتمنده استازی دی. ورته احترام لرو. د کورنیو چارو د وزارت لخوا ورته هېڅکله توهین نه دی شوی. یوه قضیه چې د دوو وکیلانو او پولیسو ترمنځ شوې وه، زموږ تر ارزونې لاندې ده.»
په ورته وخت کې د هرات یو شمېر اوسیدونکو په دې اړه د پولیسو ملاتړ کړی دی.
سربیره پردې د ټولنیزو شبکو یوشمېر کاروونکو هم په دې برخه کې د ولسی جرګې پرغړو انتقاد کړی او د پولیسو عمل یې ستایلی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.