هغو ولایتونو ته چې په کې بایومټریک دستګاوې ورکې دی، پوښتنلیکونه لېږل شوی

- ۰۴ عقرب ۱۳۹۸

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، هغو ولایتونو ته یې چې په کې بایومټریک دستګاوې ورکې شوی، رسماً پوښتنلیکونه لېږلی دی.
د جمهوری ریاست له انتخاباتو وروسته چې د میزان په ۶مه نېټه وشول، د بایومټریک دستګاوو د ورکېدو په اړه بېلابېلې اندېښنې مطرح شوې.
mandegarپر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو له ټاکنو وروسته وویل، د دوی معلومات ښیی چې سلګونه بایومټریک دستګاوې ورکې دی، خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، یوازې ۱۹۹ دستګاوې ورکې شوی دی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ ازادی راډیو ته وویل، د کابل په ګډون یې ټولو ولایتونو کې ۳۹۱۱۶ بایومټریګ دستګاوې استولې وې چې له دې شمېره یې ۳۸۹۱۶ بېرته د کمېسیون مرکزی دفتر ته راستنې شوی دی.
ښاغلی ننګ زیاتوی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اوس هغو ولایتونو ته چې په کې بایومټریک دستګاوې ورکې شوی، رسماً پوښتنلیکونه لېږلی او له اړوندو ادارو یې غوښتنه کړې چې هغه کسان چې په دې برخه کې مسؤل دی، وپوښتی.
دی وایی: «ټول هغه کسان چې دا بایومټریک دستګاوې یې ورکې کړی، ورنه پلټنې کېږی، دا ټولې بایومټریک دستګاوې به پیدا کېږی، موږ په دې برخه کې ژمن یوو او که چېرې پیدا نه شی، موږ به وروستۍ شمېرې له خلکو سره شریکې کړو.»
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو کمیشنر اورنګزېب هم د شنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۶مه هغه راپورونه رد کړل چې ګنې ولایتونو ته د لېږدول شویو بایومټریک دستګاوو له ډلې ۱۵۰۰۰ یې ورکې دی.
ښاغلی اورنګزېب وویل، له سلو زیاتې بایومټریک دستګاوې او د دستګاوو ۴۹۵ میموری کارټونه ورک دی.
پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه بیا د کمېسیون له دې پرېکړې هرکلی کوی چې د بایومټریک دستګاوو د ورکېدو په اړه یې د دولتی ادارو په مرسته یې له مسؤلانو د پوښتنې بهیر پیل کړی دی.
د افغانستان د روڼتیا او پر انتخاباتو د څار بنسټ یا ایتوا اجرائیه رئیس حبیب الله شینواری ازادی راډیو ته وویل، مهمه ده چې د بایومټریک دستګاوو د ورکېدو لامل روښانه شی.
ده زیاته کړه: «چا چې ناغېړی کړی وی، باید وپېژندل شی او څارنوالۍ ته معرفی شی، له دوی باید وپوښتل شی چې ایا نوماندانو پرې فشار راوستی او که یې پیسې ورکړی، که هره ستونزه وی، باید مشخصه شی چې ولې بایومټریک دستګاوې ورکې دی.»
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون داسې مهال د بایومټریک د ورکو شویو دستګاوو په اړه پوښتنه پیلوی چې پر انتخاباتو د څار بنسټونو له دې وړاندې په خپلو راپورونو کې یو شمېر زورواکی او ان چارواکی د دې دستګاوو په ورکېدو کې ښکېل بللی، خو دا یې نه دی ویلی چې دا کسان څوک دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.