لاهم په افغانستان کې خبریالان له تاوتریخوالی کړېږی

- ۱۱ عقرب ۱۳۹۸

پرون د نومبر دوهمه د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو د معافیت د پای ته رسېدو نړېواله ورځ وو.
د نومبر له دوهمې چې د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو د معافیت د پای ته رسېدو له نړېوالې ورځې سره برابر ده، په داسې حال کې یې یادونه کېږی چې لاهم په افغانستان کې خبریالان له جدی تاوتریخوالی سره مخ دی او د تاوتریخوالی قضیې یې نه څېړل کېږی.
په کندهار کې ولایت کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند ۱۳ میاشتې وړاندې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.
د ده کورنۍ وایی چې تر دا مهاله د ارغند قضیه نه ده څېړل شوې او که څېړل شوې هم وی، کورنۍ یې په جریان کې نه ده پرېښودل شوې.
دا یوازې ارغند نه دی چې د قتل قضیه یې نه ده څېړل شوې، بلکې د ده په څېر ډېر نور خبریالان هم شته چې پر وړاندې یې تاوتریخوالی شوی، خو قضیې یې نه دی څېړل شوی.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وایی، په داسې حال کې چې د روان کال له پیله تر اوسه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالې په پېښو کې کموالی راغلی، بیا هم افغان خبریالان خوندې نه دی او قضیو ته یې هم رسېدنه نه کېږی.
د دې ادارې اجرائیوی رئیس مجیب خلوتګر د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل: «په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی خبره نوې خبره نه ده، هر ورځ خبریال وهل کېږی، هر ورځ خبریال له رسنۍ څخه د کار د قانون خلاف ویستل کېږی چې دا حالت موږ ته هم د منلو وړ نه دی.»

mandegar

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.