۹۱ کود ته یو میلیارداو ۷۲۰ میلیونه افغانۍ په غیر قانونی ډول ورلېږل شوی

- ۱۳ عقرب ۱۳۹۸

mandegarد ولسی جرګې مالی او بودجې کمېسیون وایی، ولسمشر او اجراییه رییس ته ځانګړی شوی ۹۱ کود کې د پیسو تر خلاصېد وروسته، مالیې وزارت دغه کود ته یو میلیارد او ۷۲۰ میلیونه افغانۍ په خپلسری ډول اضافه کړی دی.
د مالیې سرپرست وزیر منلې چې له نورو ادرسونو یې ۹۱ کود ته پیسې ورلېږلی، خو په دې اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.
د ۱۳۹۷ لمریز کال په اوږدو کې د ولسمشر محمد اشرف غنی او اجراییه رییس عبدالله عبدالله لپاره د ۹۱ کود په چوکاټ کې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیون افغانۍ د ملی بودجې په سند کې تصویب شوې.
خو ازادی راډیو ته رسېدلی معلومات ښیی چې له دې پیسو سربېره، نورې یو میلیارد او ۷۲۰ میلیونه افغانۍ هم د مالیې وزارت له‌خوا همدې کود ته استول شوی او لګول شوی دی.
د ولسی جرګې د مالی او بودجې کمېسیون رییس محمد عظیم محسنی د دوشنبې په ورځ (عقرب ۱۳مه) ازادی راډیو ته وویل، دا پیسې مالیې وزارت په خپلسری ډول د دولت له نورو کودونو د ولسمشر او اجراییه رییس په واک کې ورکړی دی.
«له ۹۱ کود څخه ولسمشر او اجراییه رییس ګټه اخلی. دې پیسو ته یو میلیارد او ۷۲۰ میلیونه افغانۍ اضافه ورلېږل شوی. دا له قانون او د بودجې له اصولو خلاف عمل و چې د افغانستان په تاریخ کې نه دی شوی.»
د قانون له مخې، ۹۱ کود یوازې د ولسمشر په واک کې ورکول کېږی چې له پیسو یې په بېړنیو حالاتو کې ګټه واخلی.
مشرانو جرګه هم وایی، دوی ته ورسېدلی شکایتونه ښیی چې ولسمشر ته په ځانګړی شوی ۹۱ کود کې ټولې پیسې لګول شوې دی.
د دې جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشر زلمی زابلی د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومی پرون ومنله چې له نورو دولتی کودونو یې د ولسمشر لپاره ځانګړې شوی کود کې پیسې زیاتې کړی، خو په دې اړه یې وضاحت ور نه کړ.
هغه زیاته کړه: «په ۹۱ کود کې پیسې له وړاندې خلاصې شوې دی، له نورو کودونو ورته د مالیې سرپرست وزیر پیسې ور لېږدولی دی. د مالیې سرپرست وزیر پرون موږ ته ومنله چې پیسې موږ ورته لېږدولی، خو دا کود اوس یوازې په ولسمشر پورې اړه نه لری، بلکې اجراییه ریاست هم په کې شریک دی.»
د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومی پرون د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون ته غوښتل شوی و، څو په دې وزارت کې د فساد د ادعاوو، د افغانستان امریکایی پوهنتون د تړون، د اروپایی ټولنې او انګلستان سفارت د دولتی ملکیتونو، او پر یوه خصوصی پوهنتون د سیلو د یوې برخې پلورلو په اړه ځواب ووایی.
د افغانستان مالیې وزارت اوس په دې اړه معلومات نه ورکوی، خو پرون د یک‌شنبې په ورځ د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومی د مشرانو جرګې د شکایت اورېدو کمېسیون په غونډه کې ویلی چې په ۱۳۹۸ لمریز کال یې د ۹۱ کود لپاره ځانګړې شوې بودجه پنځوس سلنه کمه کړې ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست په دې اړه څه ویلو ته نه حاضرېږی.
د مشرانو جرګې د مالی او بودجې کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې هم د ۹۱ کود په چوکاټ کې د ولسمشر لپاره یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړی شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.