د کابل حضوری چمن نه شین شو او نه د لوبو کوم تود ډګر

- ۱۹ عقرب ۱۳۹۸

mandegarد کابل حضوری چمن له بیا بیا رغولو سره سره نه د پخوا په شان شین شو او نه د لوبغاړو د لوبو په تود ډګر بدل شو.
احمد حسیب له خپلې لوبډلې سره هره ورځ حضوری چمن ته راځی او ورزش کوی، خو چمن پخوا و اوس سپېره ځمکه ده.
د کابل حضوری چمن په ځلونو ورغول شو، خو تر یو څه وخت تېرېدو بېرته په خرابه بدل شوی.
هغه وایی: «زموږ لپاره دلته د منډې وهلو زمینه برابره نه ده، ځکه دلته یو شمېر معتادین دی، په ډاډه زړه نه شو کولی ان خپلې جامې بدلې کړو، ټول فکر مو خپلو جامو ته وی، هیله لرم چې دا میدان له سره ورغوی.»
حضوری چمن له کورنیو جګړو مخکې او د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته هم د تفریحی، فرهنګی او ورزشی پروګرامونو مېله‌ ځای و.
په ځانګړی ډول د فوټبال په لسګونو رسمی او غیر رسمی لوبډلو به په حضوری چمن کې خپل تمرینونه کول چې له دې لارې ډېری مطرح او تر ملی لوبډلې ورسېدل.
حیات الله لوګروال چې د افغانستان د فوټبال یو له مخکښانو څخه دی، له همدې ځایه یعنې حضوری چمن څخه یې د فوټبال لوبه پیل کړه او بالاخره یې ملی لوبډلې ته لار پیدا کړه.
هغه وایی، حضوری چمن وړاندې په ځلونو له اوسنی وضعیت څخه ښایسته او ښکلی و.
لوګروال وویل: «د ماشومتوب له وخته یعنې له ۴۰ کلونو پخوا راهیسې مو دلته لوبه کوله، مګر اوس یې هغه رنګ او مزه نه ده پاتې، زه د هغې ورځې په ارمان یم چې دا ځای یو ځل بیا د تېر په څېر شی.»
خو له دې ټولو سره سره، بیا هم ډېر شمېر ځوانان مجبور دی چې له خاورو او ګردونو په دې ډک میدان کې ورزش وکړی.
د المپیک ملی کمېټې او بدنې روزنې رئیس حفیظ ولی رحیمی وایی، د حکومت د نوې طرحې له مخې به، د کابل حضوری چمن یو ځل بیا ورغول شی.
رحیمی زیاتوی: «عملیاتی ادارې ته دنده سپارل شوې چې دا چمن ورغوی، ډیزاین یې بشپړ شوی او ژر به بیا ورغول شی.»
کابل یو له هغو ښارونو دی چې د اوسېدونکو شمېر ته په پام سره یې تفریحی او ورزشی ځایونه او میدانونه کم دی، خو ځوانان او ځلمکی یې هیله ښیی چې د حضوری چمن په رغېدو سره د ورزش لپاره یو ځل بیا یو مناسب ځای ومومی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.