اروپایـی ټولنـې له ټولـو اړخونو غـوښتی د افغـانستان د ټاکنـو پایلـې ومنـی

- ۲۱ عقرب ۱۳۹۸

mandegarاروپایی ټولنې هیله ښودلې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې ژر تر ژره اعلان شی او پر ټولو اړخونو یې غږ وکړ چې دا پایلې ومنی.
د اروپایی ټولنې د بهرنی سیاست رئیسې فدریکا موګرېنی په بروکسل کې د اروپایې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته دا خبره وکړه. د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات او د دې هېواد سولې پروسه د دغې غونډې د اجنډا دوه مهمې مسئلې وې.
اغلې موګرېنی د دوشنبې په ورځ (نومبر ۱۱مه) ازادی راډیو سره خبرو کې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د سولې مذاکراتو د پیلېدو لپاره مهم وبلل.
نوموړې دا هم وویل چې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په جنجالی کولو سره به یوازې هغه کسان ګټه وکړی چې د افغانستان ډموکراسی نه‌غواړی او د سولې د راتلونکو مذاکراتو لپاره د یوه مشروع حکومت د جوړېدو چارې کمزورې کوی.
مېرمن موګرېنی وایی: «که چېرې د انتخاباتو نتایج ونه‌منل شی او په یوې طریقې تر پوښتنې لاندې راوستل شی او یو کړکېچ ترې جوړ شی، نو دا به یوازې د هغو کسانو په ګټه وی چې په افغانستان کې د ډموکراسۍ پر بهیر پانګونه نه‌کوی او د سولې په مذاکراتو کې د ګډون لپاره د یوه مشروع حکومت لیدلوری کمزوری کوی.»
اغلې موګرېنی ازادی راډیو ته دا هم ویلی چې ځینو نیمګړتیاوو ته په کتو چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو د ځنډېدو لامل شوی، دا خبره به ښایی سمه نه‌وی چې ګواکې افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ښه انتخابات درلودل، خو د هغې په خبره ډموکراتیکې پروسې کله نا کله پېچلې وی او وخت نیسی.
په عین وخت کې د اروپایی ټولنې دغې لوړپوړې چارواکې د افغانستان انتخابات د سولې مذاکراتو یوه پیلامه بللې، نو ځکه‌یې پر ژر ترسره کېدو ټینګار کوی .
مېرمن موګرېنی زیاتوی: «موږ غواړو سیاسی کړۍ له هغو هڅو سره یوځای شی چې غواړی د سولې یوه مناسبه رسمی پروسه چې تر انتخاباتو وروسته د مشروع حکومت او طالبانو ترمنځ وی، پیل شی او نړیواله ټولنه او ځینی سیمه‌ییز لوبغاړی یې په سمه توګه ملګری وی. په دې کې موږ د اروپایی ټولنې رول وینو. موږ په دې اړه پټه اجنډا نه‌لرو. زموږ یوازنۍ لېوالتیا په سوله، امنیت، ثبات او د افغانستان د خلکو حقونه دی او په دې برخه کې موږ همکارۍ ته چمتو یو.»
په همدې حال کې ملګرو ملتونو او د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د تمویلوونکو هېوادونو یوې ډلې هم د دوشنبې په ورځ پر یادو نوماندانو ټینګار وکړ چې د انتخاباتو بهیر زیانمن نه‌کړی.
دې ډلې چې د امریکا متحده ایالات، اروپایی ټولنه، ناټو او ملګری ملتونه په‌کې شامل دی او د انتخاباتو د بهیر ملاتړی دی، په یوې اعلامیه کې ویلی چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو کاندیدان باید د انتخاباتو قانون ته درناوی وکړی او له هر هغه اقدام څخه ډده وکړی چې دا بهیر تر پوښتنې لاندې راوستلی شی.
دې ډلې دغه‌راز پر کاندیدانو ټینګار کړی چې د رأیو د بیا شمېرنې او ارزونې له بهیر سره همکاری وکړی.
دا غوښتنې وروسته له هغه شوی چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې انتخاباتی ټیم د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر هغې پرېکړې انتقاد کړی چې د څه باندې ۸۰۰۰ محلونو د رأیو د بیا شمېرنې په اړه‌یې کړې ده.
دغه کمېسیون ویلی په پوره شفافیت به رأیې بیا شمېری او تر هغه وروسته به د رأیو د تصفیې مرحله پیلوی چې پاکې او ناپاکې رأیې سره جلا شی.
د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا چې له محمد اشرف غنی او عبدالله عبدالله پرته ۱۲ تنه‌یې غړیتوب لری، هم د دوشنبې په ورځ په یوې خبری غونډه کې ویلی چې د تقلبی رأیو پایله نه‌منی.
ټاکل شوې وه د سپټمبر د ۲۸مې نېټې د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې د اکټوبر پر ۱۹مه اعلان شوې وی، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تخنیکی ستونزو له کبله دوه ځله دا اعلان وځنډاوه.
اوس دې کمېسیون د نومبر ۱۵مه چې د لړم میاشتې ۲۳مه کېږی ټاکلې چې لومړنۍ پایلې به اعلان کړی، خو وبه کتل شی چې روانو کړکېچونو ته په پام به د انتخاباتو کمېسیون دا اعلان وکړای شی که څنګه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.