ټاکنو کمېسیون: د پاکـو رایـو پـر بنسټ لـومـړنۍ پایلـې اعـلانیـږی

- ۰۹ قوس ۱۳۹۸

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وایی، سوله ییز مدنی حرکتونه د خلکو حق دی او دوی به د ټاکنو لومړنۍ پایلې د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ اعلان کړی.
د ټاکنو خپلواک کمېسون دا خبره په کابل کې د پرونی اعتراضی لاریون په اړه په غبرګون کې کړې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمېسون ویاند، ذبیح الله سادات ازادی راډیو ته وویل: «مدنی اعتراضونه د ټولو هېوادوالو حق دی ، چې د قانون په چوکاټ کې وی، خو د ټاکنو خپواک کمېسون ټولو خلکو ته ډاډ ورکوی چې مونږ به د خلکو د پاکو رایو پر اساس، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوو، مونږ ته هغه رایه ارزښت لری چې بایومټریک معلومات ولری، په همدې اساس به تورې او سپینې رایې سره جلاکوو.»
د افغانستان په ۷ ولایتونوکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون سیم یېز دفترونه تړلی دی.
ذبیح الله سادات ازادی راډیو ته وویل چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې هغه وخت اعلانولای شی چې په ټول افغانستان کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ شی.
هغه وویل: «که په پاتې ۷ ولایتونوکې د رایو د بیا شمېرلو او تفتیش بهیر بشپړ شی، تر یوې اونۍ په کم وخت کې لومړنۍ پایلې اعلانولای شو.»
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې ګڼ شمېر پلویانو په کابل کې سوله ییز لاریون وکړ.
ومړنۍ پایلې باید له قانون سره سم د تلې په ۲۷ مه اعلان شوې وای خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له هغه راهیسې دوه ځلی د لومړنیو پایلو اعلان ځنډولی دی.
د لومړنیو پایلو د اعلان وروستی مهلت د عقرب یا لړم ۲۳مه وه خو تر ناڅرګندې مودې وځنډول شو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.