کمېشنران بې طرفه دی که صالح اسناد لری اړوندو ادارو ته دې وسپاری

- ۰۶ جدی ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکی د امرالله صالح وروستیو څرګندونو ته چې ددې کمېسیون یو کمېشنر یې د یوه ټاکنیز ټیم په پلوۍ تورن کړی وایی، که اسناد لری اړوند ادارو ته دې وسپاری.
د محمد اشرف غنی په مشرۍ د دولت جوړوونکی ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح په یوې خبرې ناسته کې ویلی چې د انتخاباتی کمېسیونو دوه کمېشنران ددوی د یوه رقیب ټیم په پلوۍ کار کوی.
د انتخاباتو کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات ازادی راډیو ته وویل، ددغه کمېسیون ټول کمېشنران بې طرفه دی او د هیڅ نوماند په ګټه کار نه کوی.
ښاغلی سادات وویل، که امرالله صالح د خپلې کړې ادعا په اړه اسناد لری د شکایاتو کمېسیون او لویې څارنوالۍ سره دې شریک کړی او یا دې د رسنیو له لارې ټول ولس ته وښیی.
«د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خپلواکۍ ته احترام وکړئ. هغه ډول تورونه مه لګوئ چې واقیعت نه لری. که اسناد او شواهد په لاس کې لری اړوند ادارو سره یې شریک کړئ».
ښاغلی صالح تېره ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته په خبرو کې د انتخاباتو کمېسیون او همداراز د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون دوه کمیشنران تورن کړل چې دده په وینا ددوی رقیبې انتخاباتی ډلې ته کار کوی.
هغه په څرګنده د کوم کمېشنر نوم وانخیست، خو ادعا یې وکړه چې د ټاکنو کمېسیون ددوی رأیې ورکې کړی او په دې کار کې یو کمېشنر لاس لری.
نوموړی همداراز د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پر یوه غړی نیوکه وکړه چې له وخته مخکې یې قضاوت کړی او ویلی یې دی چې ګواکې د شکایتونو شمېر ته په کتو ټاکنې دویم پړاو ته ځی.
د لومړنیو پایلو له مخې د دولت ساز ټیم څه باندې پنځوس فیصده رأیې اخیستی او د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی. ددغو پایلو په تړاو څه باندې ۱۶ زره شکایتونه ثبت شوی دی.
خو دا چې د دولت جوړوونکی ټیم په دې اړه اسناد لری او کنه ددې ډلې ویاندویانو په دې برخه کې له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.
تر دې وړاندې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله هم د ټاکنو پر کمېسیون تور پورې کړی و چې د دولت جوړوونکی ټیم په پلوۍ پرېکړې کوی.
د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون مرستیال دین محمد عظیمی په کابل کې یوې خبرې ناستې کې د ښاغلی صالح ادعاوو ته غبرګون وښود.
«ما په دې برخه کې د چا خبرې نه دې اورېدلی چې څه یې ویلی، طبعآ چې انتخاباتی ډلې حق لری چې ادعا وکړی، خو ما په دې برخه کې د چا خبرې نه دی اوریدلی.»
ټاکنیزې ډلې په داسې حال کې د انتخاباتی کمېسیونونو پر کمېشنرانو د جانبدارۍ تورونه لګوی چې وړاندې د ولسی جرګې انتخاباتو ددغو کمېسیونونو پخوانی کمېشنران له وظیفوی صلاحیتونو په ناسمې استفادې مجرم وپېژندل شول او اوس زندانی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.