د بیا شمېرل کېدونکو محلونو په تړاو د ټاکنو کمېسیون ته معلومات استول شوی؟

- ۲۸ جدی ۱۳۹۸

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د عملیاتی پلان جوړولو په هدف د معلوماتو سپارلو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی ضد او نقیضې څرګندونې کوی.
د دغه کمېسیون د دارلانشا رئیس چمن شاه اعتمادی وایی، دوی معلومات د ټاکنو کمېسیون ته سپارلی، خو د دغه کمېسیون یو کمېشنر قطب الدین رویدار وایی، نن یا سبا به دا معلومات وسپارل شی.
ښاغلی اعتمادی د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، دوی د تېرې چهارشنبې په ورځ، د انتخاباتو کمېسیون ته د عملیاتی پلان جوړولو په تړاو د هغو محلونو په اړه معلومات سپارلی چې باید رأیې په کې له سره وشمېرل شی.
هغه وویل: «د تېرې چهارشنبې په ورځ مو د انتخاباتو کمېسیون ته د هغو محلونو په اړه چې باید رایې په کې بیا وشمېرل شی معلومات او راپورنه استولی دی، موږ یوازې دې ته په تمه یو چې د ټاکنو کمېسیون څه وخت چمتو کېږی چې د رایو بیا شمېرنه پیل کړی او موږ ترې نظارت وکړو.»
ښاغلی اعتمادی وایی، څومره چې دا بهیر ځنډېږی، د انتخاباتو د ورستیو نتایجو اعلان هم ځنډنی کوی.
خو د دغه کمېسیون یوه کمېشنر قطب الدین رویدار بیا ازادی رادیو ته په یو استول شوی غږیز پیغام کې ویلی، تر دې دمه د ټاکڼو خپلواک کمېسیون ته دغه معلومات نه دی استول شوی.
«موږ تر اوسه پورې تفصیلی راپور د محلونو په اړه له ولایتونو نه دی تر لاسه کړی او کله مو چې دا راپور تر لاسه کړ، نن یا سبا به دغه لیست د ټاکنو کمېسیون ته وسپارو.»
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا د په ولایتونو کې د شکایتونو د څېړلو بهیر د دوشنبې په ورځ پایته ورسېد او د استیناف غوښتنې پروسه پیل شوه.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د مسئولینو خبره، تر دې دمه له دوی سره د استناف ۲۲۰۰ غوښتنې قضیې ثبت شوی او دا مرحله به نن پای ته ورسېږی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ باید د ۲۱ ولایتونو په ۵۳۷۸ محلونو کې بیا رأیې وشمېرل شی چې دا کار باید ټاکنو خپلواک کمېسیون وکړی.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وایی، دوی به هغه مهال اقدام وکړی چې عملیاتی پلان ورسره شریک شی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، له دوی سره په دې اړه تر اوسه هیڅ معلومات نه دی شریک شوی.
هغه وویل: «موږ د عملیاتی پلان د ترتیب لپاره له ټاکنیزو شکایتونو معلومات غوښتی دی. دا پلان هغه وخت جوړولی شو، چې دوی له موږ سره معلومات شریک کړی. کله چې معلومات موږ ته راکړل شول، ممکن یوه ورځ ونیسی چې دا پلان برابر کړو.»
د ښاغلی ننګ په خبره، نه په ولایتونو او نه هم په مرکزی دفتر کې د رایو د بیا شمېرنې د محلونو په اړه له دوی سره معلومات شریک شوی دی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ یا فیفا وایی، په کار ده چې د دواړو کمېسیونونو ترمنځ لازمه همغږی رامنځته او په نښه شویو محلونو کې ژر تر ژره د رایو د بیا شمېرنې پروسه پیل شی

mandegar

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.