تر اوسه حکومت د ملکیانو مرګ ژوبلې قضیو ته رسېدنه نه ده کړې

- ۰۸ دلو ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د بشر حقونو سازمان وایی، حکومت تر اوسه د ملکی کسانو د مرګ ژوبلې قضیو ته رسېدنه نه ده کړې.
د افغانستان د بشر حقونو سازمان وایی، د جګړې ښکېل لوری د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د ملکی خلکو ژوند ته پام نه کوی.
د دې سازمان رییس لعل ګل لعل د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د ملکی کسانو د مرګ ژوبلې عاملینو ته سزا نه ورکول کېږی او همدا دلیل دی چې ورځ تر بلې د ملکیانو مرګ ژوبله زیاتېږی.
هغه زیاتوی: «له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر ننه، د ملکی کسانو د مرګ ژوبلې یوه عامل ته هم، هغه که دولت پلوه قواوې دی، هغه که مخالفین دی او یا هم بهرنی قواوې، یوه ته یې هم سزا نه ده ورکړل شوې. همدا علت دی چې ورځ تر بلې د ملکی تلفاتو شمېر ډېرېږی، ځکه د پوښتنې څوک نه‌شته.»
د اندېښنې داسې مهال مطرح کېږی چې د شنبې په ماښام د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په بوکې کلی کې د حکومت پلوه ځواکونو په هوایی بمبارد کې د یوې کورنۍ ۷ تنه ووژل شول.
ملی دفاع وزارت د دې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی هم ټاکلی چې بلخ ته رسېدلی دی.
بل خوا د ولسمشر محمد اشرف غنی د ملی امنیت سلاکار حمد الله محب د قربانی شوی کورنۍ له غړیو سره کتلی دی.
ازادی راډیو ته د دې پېښې د کورنۍ یو غړی وویل، تېر ماښام د ملی امنیت سلاکار له دوی سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې دا پېښه به په هر اړخیز ډول وڅېړل شی.
د افغانستان حکومت له دې وړاندې هم ویلی چې د ملکی تلفاتو مخنیوی یې کاری لومړیتوب دی خو په دې اړه چې تر اوسه د ملکیانو د مرګ ژوبلې عاملینو ته سزا ورکړل شوې او که نه، روښانه ځواب نه دی ورکړی.
د ملی امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وویل: «افغان دولت وړاندې هم اقدامات کړی، تر څو ملکی تلفات صفر ته را ښکته شی، اما پر دې اوس هم بحث روان دی چې لا نور زیات ګامونه پورته شی، څو دا ستونزه په بشپړ ډول حل شی او نور ملکی کسانو ته هیڅ ډول زیان و نه رسېږی، بل خوا بیا وسله‌وال مخالفین د دې لامل شوی چې ډېری ملکیان په جنګی سیمو کې زیان ووینی. «
موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د لویې څارنوالۍ نظر هم واخلوو، خو بریالی نه شوو.
دا په داسې حال کې ده چې د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان راپور ښیی چې په ۲۰۱۹ میلادی کال په لومړیو نهه میاشتو کې په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا له ۸۰۰۰ زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپور کې راغلی، د ۲۰۱۹ میلادی کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د افغان او امریکایی ځواکونو په هوایی بریدونو کې ۱۰۰۰ تنه ملکیان وژل شوی چې له ۱۰۰ ډېر یې ماشومان دی.
د بشر حقونو د څار د نړیوال سازمان د اسیا څانګې مسوولې پیتریشیا ګاسمن ازادی راډیو ته ویلی و: «هغه ډول چې جګړه دوام لری، په افغانستان کې د جګړو ټول ښکېل لوریو اصولو ته پام نه کړی دی او دا کار د ملکی تلفاتو د زیاتېدو لامل شوی دی.»

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.